د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ساینس او نوښت ریاست له خوا د پنځو غوره ټکنالوجی طرحو ټاکنه
نن سه شنبه د ۱۳۸۹ کال مرغومې میاشتې لسمه نېټه، په کابل کې د یو شمېر پوهنتونو رییسانو او محصلینو په ګډون، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ملاتړ د ساینس او نوښت ملي خوځښت په نوم غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد هادي هدایتي، دغه راز ملي خوځښتونه د ځوان نسل هڅوونې په برخه کې ستر ګام وباله.
ښاغلي هدایتي زیاته کړه: «مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تېره یوه نیمه لسیزه کې، د څېړنې او نوښت په برخه کې پام وړ کار ندی کړی، په داسې حال کې چې دا دواړه برخې د خلکو له امنیت سره نېغه اړیکه لري او مونږ خوښ یو، چي د څېړنې، نوښت او ځوانو کدرونو د هڅوونې په برخه کې پام وړ پروژې تر لاس لاندې لرو.»
په غونډه کې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما ثمر هم، د ژوند پر بېلابېلو برخو او اړخونو د ټکنالوژۍ پر ارزښت او اغېز خبرې وکړې.
اغلې ثمر وویل: « د نړۍ په هر ګوټ کې، له روغتیايي برخې نیولې، بیا د امنیت او ژوند نورو اسانتیاوو اغېزمنتیا او ثبات یوازې او یوازې د ساینس، نوښت او ټکنالوژۍ پر مټ تر لاسه شوي.»
د نوموړې په وینا، همدا ساینس او ټکنالوژي ده، چې مونږ ته انساني کرامت راپېژني او له تعصب پرته د ژوند ټولې چارې په کم لګښت او عادلانه ډول پر مخ وړي.
د غونډې په وروستیو شېبو کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ساینس او نوښت ریاست مشر پوهنوال ډاکټر جاوید احمد بکتاش، د ساینس په برخه کې پر لار اچول شوې سیالۍ اړتیا ته په اشارې زیاته کړه، مونږ له دې لارې د شاوخوا پنځوس پوهنتونونو طرحې وارزولې، چې ډېری هغه یې هیله بښونکې وې.
ښاغلي بکتاش زیاته کړه: « ساینس او نوښت د افغان ولس له سترو اړتیاوو او هیلو څخه یوه یې ده، خو لکه څنګه چې دلته ورته اړتیا ده هغسې وده یې نه ده کړې، مونږ د دا ډول پروګرامونو له لارې ځوانان هڅوو، چې ساینس او ټکنالوژۍ د ژوند الګو وټاکي.»
د غونډې په پای کې، د هیواد له شاوخوا پنځوس خصوصي او دولتي پوهنتونو څخه د فناوري په برخه کې له راټولو شویو هغو، د پنځو غوره طرحو جوړوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.