د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت سترې لاسته راوړنې

ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام:

کلنی لاس ته راوړونکی فایل ډانلوډ
په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو راپور او ملت ته د حکومت د حساب ورکول دلته دانلود کړیئ
په ۱۳۹۸ مالي کال کې د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو راپور او ملت ته د حکومت د حساب ورکول دلته دانلود کړیئ
د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د پایلو او فعالیتونو په اړه راپور دلته دانلود کړیئ
په ۱۳۹۸ مالي کال کې د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو راپور او ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پریزینتیشن دلته دانلود کړیئ

 

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت لوې لاسته راوړنې

د ۱۳۹۹ مالي کال کې د پوستې خدمتونو سکتور په برخو کې کړنې:

افغان پوسټ شرکت یو له مهمو ریاستونو څخه دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر نظارت لاندې د هیواد وګړو لپاره پوستي خدمتونه وړاندې کوي.(په ۱۴۰۰ مالي کال کې دا شرکت په خپلواک ډول فعالیت کوي)دې څانګې د ۱۳۹۹ مالي کال کې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

  • په لومړنۍ او دویمې درجې ولایتونو کې ۳۵ پست خونې ترمیم او بشپړ شوی دي.یوازې په سړو ولایتونو کې کارونه د لنډې مودې لپاره د سړې هوا له امله ځنډول شوي دي ، چې د هوا له تودیدو وروسته به له سره پیل شي.
  • له ولسوالیو څخه د ولایت مرکزونو ته د پوستې مراسلاتو او کسوړو راټولولو او تحویل لپاره
  • ۲۰۰ موټرسایکلونه او ۱۵ موټرونه پیرودل شوي دي.
  • د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د هیواد دننه او بهرته، د پوستې مراسلاتو (۳۳۲۹۴۳۱) ورودي او صدوري خدمتونه ترسره شوي دي.
  • د بهرنیو چارو وزارت لخوا د منظور شوي (۹۶۳۷۱) سندونو لیږد او ویش په مرکز او ولایتونو کې د پوست خونو له لارې ترسره شوي دي.
  • د (۵۲۷۵۹۱) پاسپورټونو ویش د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د پوست خونو له لارې ترسره شوی دی.

د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د کیفیت تامینولو په برخه کې د مخابراتو وزارت کړنې (د ۱۳۹۹ مالي کال کې):

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ کیفیت تامینولو په برخو کې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي:

  • د انټرنت د تبادلې مرکز NIXA (NIXA Upgradation) د پراختیا لپاره تجهیزات پیرودل او بشپړ شوي دي.
  • د انټرنیټ خدمتونو ۲۳ لوی شرکتونه د هیواد په سایبريفضا کې د انټرنیټ ترافیک مصئونیت او کنټرول لپاره د نیکسا دستګاه سره نښلول شوي دياو یو شمیر نور شرکتونه سروې شوي.
  • د ډیجیټل سرټیفیکیټ ویشلو په موخه دولتي ویب سایټونو او د بریښنایی تصدیقونوحفاظت کوونکی (Sockets Secure Layer) سیستم لپاره تجهیزات پیرودل شوي او د انسټالیشن په پړاو کې دي.
  • د سایبري بریدونو پروړاندې د افغانستان سایبري امنیتي ټیم پراختیا لپاره تخنیکي سروې بشپړه شوې.
  • د کلاوډ زیربنا او د معلوماتو ملي مرکز لپاره امنیتي سیستم سروې شوې ده.
  • د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو آنلاین سیسټم (Higher Education Management System) چمتو او په لاره آچول شوی دی.

د نوري فایبر سیمه ایزو اړیکو په برخو کې:

نوري فایبر د افغان ټلیکام شرکت له خدمتونو څخه دی او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور وده کې ترټولو لویه زیربنایی پروژه ده.

نوري فایبر په کم وخت کې د ګاونډیو هیوادونو له لارې په مستقیم ډول د نړیوال نوري فایبر ملاتړ سره د خورا لوړ ظرفیت سره د انټرنیټ خدمتونو ته د لاسرسي چمتو کوياو په ډیرلنډ وخت کې معلومات لیږدوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال کې پدې برخه کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • د فیض آباد څخه د چین هیواد تر سرحده د واخان له لارې د چین جمهوریت سره د نوري فایبر کیبل غزولو شبکې سروې شوېده او د واخان دهلیز له لارې د نوري فایبر غزولو لپاره د پیسو غوښتنه چین ته لیږل شوې ، او کار یې روان دی.
  • د نوري فایبر شبکې له لارې قزاقستان ته وصل د افغانستان لخوا چمتو شوی ، خو د تاجکستان د مالي او تخنیکي ستونزو له امله پروژه نه ده بشپړه شوې.

د انټرنیټ او نوري فایبر سره د دولتي ادارو او ښوونځیو نښلول:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، د پلان او د دولتي دفترونو ډیجیټل کولو پالیسۍسره سم او برښنایي حکومتولۍ د پیاوړ تیا لپاره د اړوندو ادارو سره په همغږي د نوري فایبر شبکې یا بېسیم سیسټم له لارې د دولتي دفترونو له انټرنیټ سره وصل کولو  سروې او لومړني کار پیل کړیچې د ۱۳۹۹ کال په جریان کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • د هیواد د ۳۴ والیتونو مرکزونو کې دولتي دفترونو انټرنیټ سره (د نوري فایبر کیبل شبکې یا بې سیم سیسټم له لارې) وصلولو لپاره یوه سروې ترسره شوې ترڅو د حکومتي شبکې (Government Network) لپاره اړین بانڈویډ چمتو شي.پدې اړه څلور شرکتونه د نرخونو وړاندیزونه کړي او په دې هکله نورېڅیړنې روانې دي.
  • په ۲۵ ولایتونو کې د نوري فایبر شبکې سره د (۱۶۰) ښوونځیود نښلولو لپاره کار روان دی.
  • په ولایتونو کې د ویماکس او پاینټ تو پاینټ له لارې د ۵۰۰ ښوونځیو د نښلولو کار روان دی.

په ۱۳۹۹ کال کې د آسان خدمت په برخه کې کړنې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د  ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې تر دې چې (آسان خدمت) رسماً د احصائیې دفتر ته نه وسپارل شوی لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.

  • د هرات ، کندهار ، ننګرهار ، بلخ ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د اسان خدمت دفتر ودانۍ لپاره ځمکې مشخصې شوې دي.
  • دخوست په ولایت کې د آسان خدمت مرکز جوړ شوی دی  او د پاسپورتونو د ویش ، د کار جوازونو ورکولو، ترانسپورت ، شهیدانو او معلولینو په هکله عامه خدمتونه وړاندې کوي.
  • د پوهنې ، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د کارمندانو معاشونه د مبایل تلیفونونو له لارې ورکول کیږي.

د ۱۳۹۹ مالي کال کې د کار رامنځته کولو لپاره د مخابراتو وزارت کړنې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې وزارت د کارکوونکو د استخدام پلان پر بنسټ د  ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې عملي اقدامات تر سره کړي دي او تښ بستونه یې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي دي پدې برخه کې  لاندې لاسته راوړنې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترلاسه شوي دي.

د مستقیم کارموندنې په برخه کې:

  • (۴۵) تنه کارپوهان او مسلکي متخصصین په پرمختیایی پروژو کې د کار پرمختګ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو تخنیکي وړتیا لوړولو په موخه  ګمارل شوي دي.
  •  (۱۷۲) تنه کارکوونکي د معاش او رتب سیسټم پر بنسټ په کمبودو بستونو کې استخدام شوي دي.

د غیر مستقیم کارموندنې په برخه کې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتورونو کې (۲۰۰۰۰۰) وګړيپه غیر مستقیم ډول په دندو ګمارل شوي دي.

 

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره راتلونکي پلانونه

‏۱. د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ پراخول (په تعلیم، لوړو زده کړو او روغتیا کې د الکټرونیکي - حکومتولی پراختیا)

‏۲. د انټرنټ د تبادلې مرکز (‏NIXA‏) پراختیا؛

‏۳. د افغانستان د ملي معلوماتو مرکز په آی کلود بدلول؛

‏۴.  د کاسا ډیجیټل پروژې پلي کول؛

‏۵. د مبایل له لارې د معاشونو ورکړه (‏MSP‏)؛‏

۶. د وزارت د اصلاحي پروژو  پلي کولو واحد؛

‏۷.  د راکړې ورکړې الکټرونیکي تصدیقونو زیربناو پراختیا (‏ARCA‏)؛‏

‏۸.  د ښوونې او روغتیا سکتور لپاره د سپوږمکۍ د ځمکنۍ سټیشن رامینځته کول؛

 


د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت لوې لاسته راوړنې

پلان او پالیسی ریاست: لنډ راپور

د مبایل حکومتوالۍ ستراتیژۍ جوړول

د ICT پالیسي جوړول

د برښنایي حکومتولۍ سټراتيژي جوړول او بشپړول

د برښنایی حکومتولۍ ماسټر پلان او سټراتيژي جوړول او بشپړول

د سایبر خوندیتوب Cyber Security لپاره د ملي ستراټیژۍ د مسودې بشپړول

د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي جوړول ((Open Access Policy

د ICT صنعت د پرمختیا پالیسۍ ترتیبول

د کابل ښار په احمدښاه بابا مینه او امید سبز ، د کندهار ولایت د عینو مینې په ښاګوټو، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالی او د هملمند لشکرګاه ښار کې د ۴۴۰۰۰ لین لرونکي ډیجیټال ټلیفون پراختیا.

د جلال آباد، جبل السراج - -کاپیسا-بګرام او خوست غلام خان بندر او بامیان- مزار شریف – دره سوف - یکاولنګ او د لته بند لار، سروبي – پل ګزک او کندهار ته د کندهار تر هوايي ډګر پورې د ۶۳۷ کیلومترو په اوږدوالي د فایبر شبکې پراختیا.

په بغلان ، پلخمری ، تالقان ، چاریکار ، خوست ، فراه ، غزنی او تالقانو کې د  CCN د (PAC) لومړني او ( FAC) وروستي ټسټونه تر سره شوي دي.

  • په کندهار- ارزگان ، خاواک کوتل او پنجشیر ولایت ، بغلان- بامیانو دوراهی –یکاولنگ دوراهی څخه تر دره صوفه پورې ، همداراز د کابل حلقوی سړک د کمپنی څخه لوگر  ته او  چغچران-هرات  کې د نوري فایبر د پروژو ډیزاین د ټولګټو وزارت په همکاری جوړ شوی دی.

د ولایتونو د مخابراتي او پُستي ریاستونو ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې ترلاسه شوي دی او د حل لپاره اړونده ادارو لیږل شوی دي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته اړونده مراجعو ته اطمنان ورکړل شوی دی.

  • د ۱۳۹۴ کال د پراختیایې پروژو د پلي کیدو د پراختیایي بودیجې د لګښت د څرنګوالي په اړه د اقتصاد وزارت، د احصایې مرکزې ادارې او ولسي جرګې ته راپور ورکړ شوی دی.
  • د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کالونو د پراختیایې پروژو د بودیجې د نه اجرا په اړه راپور جوړ او د مالیې محترم وزارت ته لیږل شوی دی.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د ۱۳۹۴ کال د لویو لاسته راوړنو راپور ملت ته د حکومت د حساب ورکوونې لپاره جوړ او د چارو ادارې ته لیږل شوی دی.
  • د نوري فایبر شبکې په اړه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پنځم پروتوکول په باره کې د نظرونو او وړاندیزونو په ګډون د شویو اقداماتو راپور د بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتونو ته لیږل شوی دی.
  • د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاری د نوي هوکړه لیک  مسوده جوړه شوې او د اجرائیه ریاست دفتر ته لیږل شوې ده.
  • د مخابراتي او پُستي خدمتونو په ډګر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او چین هیواد تر منځ د همکاری د هوکړه لیک د مسودې طرح  جوړه شوې ده.
  • د ایکو د پلان جوړونې شورا د ۲۵ غونډې، د ایکو سازمان د ژینوماټیکې کمیټې د لومړنۍ مجلس، د هوا د ککړتیا د سرچینو د کمولو او کنټرول ستراتیژیک پلان مسودې په اړه د نظرونو او وړاندیزونو راپور د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته وړاندې شوی دی.
  • د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د مخابراتو وزارت د ملکیت په اړه د محکمې پریکړه را رسیدلې ده او د وروستي پریکړې لپاره د کابل ښاروالی د طرحې او تطبیق ریاست ته لیږل شوې ده، د میوند واټ، ننګرهار او بلخ د لوړ پوړو ودانیو جوړولو لپاره د خاورې ټسټ د بودیجې د نشتوالي له امله ندی تر سره شوي.
  • د کارته نو د شبکې د MDF، کانالونو او کیبل خونو د پرایمري او سکندري ۴۲ قطعې نقشه په ۲ کارتنونو کې د دوه حلقې CD سره سافټ کاپي د افغان ټلیکام شرکت ته لیږل شوي دي
  • په شمال ختیځ او مرکزي لارو کې ټول ټال د ۲۷۹ کیلومترو په اوږدوالي د نوري فایبر پراختیا بشپړه شوې ده او لاندې اقدامات تر سره شوي دي.
  • د نوري فایبر شبکې د ۱۰۰۰ کیلومترو کیبل ټول تجهیزات او د اړتیا وړ وسایل چمتو شوي دي.
  • د ۲۵۴ کیلومترو په اوږدوالي په شمال ختیځو لارو کې د کندز ښار څخه د فیض آباد تر ښاره پورې د نوري فایبر د غزولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
  •   د کندز ښار څخه د تخار ولایت د تالقانو ښار پورې د ۱۳۸ کیلومترو په اوږدوالي او د تالقانو د ښار څخه بیا د فیض آباد ښاره پورې د ۱۱۶ کیلومترو په اږدوالي د نوري فایبر شبکې د غزولو کار بشپړ شوی دی او د نوري فایبر مربوط د SDH تجهیزات نصب شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
  • د جبل السراج- بامیان-یکاولنګ پورې د ۲۵۲ کیلومترو په اوږدوالي د پایپ غزولو لپاره کیندنه تر سره شوې ده چې د هغه له جملې نه د جبل السراج څخه د پراوان ولایت د غوربند شنیواري تر ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلو مترو په اوږدوالي د نوري فایبر کار بشپړ او د SDH تجهیزات په اړونده سایټونو کې تصب شوي دي.
  • د نوري فایبر د HDPE پایپونو د مقاومت ټسټونه د ټول ګټو وزارت د انجینرانو په همکاری تر سره شوي دي.

د پراختیایې پروژو لپاره د کانسپټ او وړاندیزونو جوړول

  • د (SDG) مخابراتي سکټور د پایدار پراختیا لپاره د اهدافو ټاکل
  • په نړیوال مخابراتي سازمانونو کې د تحصیلي بورسونو تعقیب او په دغه برخه کې د فیلوشیپ څخه د لاښه ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه پورته کول.
  • د نړیوالو مخابراتي سازمانونو پوښتنلیک په باره کې نظر څرګندول او د (UPU,APPU, APT,ITU GSMA ICANN، GAG،SAPU ) اړونده ساسیټونو تعقیبول.

د ۱۳۹۴- ۱۳۹۶ کلونو پورې ۵۷۷ تنه د وزارت کارمندان په تحصیلي بورسونو، فیلوشیپ، سکالرشیپ او سیمینارونو کې د زده کړې لپاره د هیواد څخه بهر ته لیږل شوي دي.

د وزارت د کارمندانو بهرني سفرونه د وزارت د 2015 ، 2016 او2017 کلونو په ډیټابیس کې درج شوي دي.

  • د پراختیایي پروژو د تطبیق د راپورونو جوړول.

د وزارت د ۱۰۰ ورځنيو پلانونو د تطبیق په اړه د راپور ترتیب کول.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د پلان د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه د راپورونو جوړول.

  • د پراختیایي پروژو او د پایلو پر بنسټ د وزارت د پلان د تطبیق لپاره د راپورونو جوړول.
  • د وزارت د مرکزي ریاستونو او همداراز د ۳۴ ولایتونو د پلان او راپورونو راټولول او توحید کول.
  • ملي شورا ته د ژمنو پر بنسټ د راپور ترتیب کول.
  • د اړوندو بیلابیلو مخابراتي او پُستې سکټور د ادارو احصایوي ارقام راټولول او ربعې او کلني احصایوي فورمو ډکول.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فعالیتونو او لویو لاسته راوړنو په باره کې د راپور جوړول او وروسته اړونده ادارو ته سپارل.