مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د چین هېواد انټرنټ نړیوال کنفرانس کې د ټکنالوجۍ نندارتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ؤکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۹:۵۵
مولوی نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او مل پلاوي چې د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی و د کنفرانس په دریمه ورځ یې د ټکنالوجۍ اړوند نندارتون څخه چې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو ګډون کړی و لیدنه ؤکړه او د کوربه هېواد مل استازو له لوري ورته د اړونده وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوجیکي وسایلو معلومات ورکړل شؤل.

دغه نندارتون چې د چین اوژن ښار کې په لار اچول شؤی و د ټکنالوجۍ اړوند بیلابېلې برخې نندارې ته ايښودل شؤې ؤې .

‎د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د چین هېواد په رسمي بلنه د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی چې د نومبر میاشتې په شلمه نېټه یې د یاد کنفرانس د غړو هېوادونو وزیرانو په کچه ناستې ته خپله وینا هم ؤاروؤله، ښاغلي وزیر صاحب په ټوله کې پر انټرنټ، اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ پر ارزښت، مخ پر ودې هېوادونو سره د ټکنالوجۍ او زیربناو  ته د لاسرسي په موخه د پرمختللو هېوادونو همکاري، د مصنوعي ځیرکتیا په سالمې ګټې اخیستنې او د شاته پاتې هېوادونو د ډیجیټل انزوايي حالت څخه پر وتلو ټینګار ؤکړ.

‎د انټرنټ نړیوال کنفرانس چې د چین هېواد اوژن ښار کې د روان میلادي کال له ۱۹مې نېټې پیل شوی د نومبر میاشتې تر  ۲۲مې نېټې پورې به دوام کؤي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د نګین رسان چټک پوستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکړل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په مشرۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۶
Background image

د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د سیغان ولسوالۍ سربیره د شیبر ولسوالۍ دهن باغک او ایمنداب سیمې او شکاري دَرې لویې لارې په مسیر کې د سیمې اوسېدونکو او مسافرو لپاره به هم د مخابراتي اړیکو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته