ملاتړي بنسټونه:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لاندې سازمانونو له خوا تمویليږي.

 

د (USTDA)    یا امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ او پراختیا څانګه

دغه نړیوال بنسټ د نوري فایبر پروژې، تخنیکي او سوداګریز امکانات څېړي او د دغې پروژې په تخنیکي او زیانمنو برخو کې مرسته او ملاتړ کوي.


 

د ایران اسلامي جمهوریت:

ایران دولت، په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انستیتیوت (ICTI) په بیا رغونه کې 4.035  میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

 


 

هندوستان:

هند دولت د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د مخابراتي شبکې اضطراري رغونې له پاره ۱۴ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې د دې پروژې له پلې کولو سره به د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ ګډونوال د ډیجیټلي سویچونو نښلولو او CDMA WLL سیسټم له لارې وصل شي.


 

نړیوال بانک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا پروژه

نړیوال بانک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له پاره، د مناسب چاپیریال رامېنځته کولو او پراختیا په موخه له مخابراتو وزارت او اترا ادارې سره په پنځو کلونو کې ۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

دغې پروژې، د ۲۰۱۱ مېلادې کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون تر دېرشمې نېټې پورې دوام درلود.

 


د مخابراتو نړیواله ټولنه: (ITU)

د دغې نړیوالې ټولنې کارپوهان به، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مسوولو اړخونو سره یو ځای، د قوانینو او پالیسیو جوړولو، د څارنې معیاري ټیم رامېنځته کولو، ځینو پروژو له پاره د معیاري اسنادو جوړولو او وزارت د کارکوونکو له پاره د لسګونه ښوونیزو سیمینارونو جوړولو په برخه کې مرسته کوي.


 

د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام: (UNDP)

د غه بنسټ د هېواد مخابراتي سکټور په برخه کې د بېلابېلو پروژو لکه: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونو: (ICT Centers) د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو ملي شورا:  ICT Centers د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو کلی: ICT Village ، د اطلاعاتو مرکز یا National Data Center او نورو برخو کې ملاتړ کوي.


د نړیوالې پراختیا په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو څانګه یا  USAID

 له ۲۰۰۲ میلادي کال را په دېخوا USAID ‌د ستراتیژيکو اسنادو جوړونې لکه (د نوري فایبر او افغان تلیکام پروژو امکاناتو سنجولو) په برخه کې د مرستې او ملاتړ په موخه لسګونه متخصیصان مخابراتو وزارت را لیږلي.


مایکروسافټ:

مایکروسافټ، د سافټ ویر په برخه کې یو له پرمختللو نړیوالو شرکتونو څخه دی، چې د هارډویر او سافټویر پرمختګ په برخه کې کار کوي.

دغه شرکت د وینډوز سیمه ایزه کېدو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې، د نورو ښوونیزو پروګرامونو د ښوونې زمینه برابره کړې ده.


سیسکو اکاډمي:

دغه بنسټ د شبکې جوړونې یا نیټورکینګ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت متخصیصینو ته زده کړې ورکوي.

په کابل کې تر اوسه ۴۰۹ محصلینو په دریو برخو کې نوم لیکنه کړې ده، چې یوازینۍ موخه یې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیايي  فرصتونو او زده کړو ته د ښځو لاسرسی دی.