د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ویاند لنډ ژوند لیک
ښاغلی عنایت الله الکوزی د بخت منیر زوی په ۱۳۷۴هـ ش کال کې د کونړ په یوې متدینې او متمدنې کورنۍ کې زېږېدلی .
الکوزي، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل، حضرت ابراهیم خلیل الله عالي لېسې کې بشپړې کړي .
نوموړي ۲۰۱۳م کال کې د کانکور له لارې خوست شیخ زاید پوهنتون ته لار پیدا کړه او له همدې پوهنتون څخه یې د ژورنالیزم په برخه کې په ۲۰۱۶م کال کې د فراغت سند تر لاسه کړ .
د “انګلش ژورنالیزم” په برخه کې یې د کاردان له خصوصي پوهنتون څخه هم شپږ میاشتینی سند اخیستی
دغه راز ښاغلي عنایت الله الکوزي له شمشاد نړیړال راډیو ټلویزیون سره د خبریال او پرزنټر په توګه دنده ترسره کړې او په ګڼو روزنیزو ورکشاپونو کې یې ګډون کړی .
عنایت الله الکوزی پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ویاند په توګه ټاکل شوی او په همدې برخه کې خپله دنده پر مخ وړي .
۲۰۲۱۰۷۰۹۱(۰)۹۳+ | ۷۸۵۷۵۶۶۷۵(۰)۹۳+
anayetalokozay22@gmail.com
https://www.facebook.com/profile.php?id=100067126175246
www.mcit.gov.af