د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
پیژندنه:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تشکیل کې د رسنیو او تبلیغاتي فعالیتونو د ودې لپاره، د مدیریت، ریاست او حتی د معلوماتو او عامه پوهاوي ریاست تر سرلیک لاندې څانګې شتون لري.
په ۱۳۹۹ کال کې، د رسنیو آمریت (واحد) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اهدافو، پالیسیو، ستراتیژیو او پلانونو سره په مطابقت جوړ شو چې د اطلاعاتو ښه تنظیم، کاري همغږي رامنځته کولو او د ډله ایزو رسنیو سره اړیکو د چمتو کولو په برخه کې خپل فعالیتونه تر سره کول.
خو په ۱۴۰۲ کال کې د رسنیو آمریت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته ارتقاء وکړه، د مخابراتو په سکتور کې په ځانګړي توګه د ټکنالوجۍ ، ډیجیټل کولو، موخو او لومړنيو پروګرامونو د ګټو په اړه پوهاوی ورکولو په برخو کې د وزارت د پراختیا او لاسته راوړنو خپرول، د ریاست له لومړیتوبونو څخه دی.
بنیادي موخې
:موخي
د مخابراتو په سکتور کې د مهمو پیښو لمانځل او د مطبوعاتو د ورځني فعالیتونو اداره کول
د مخابراتو، پالیسي جوړولو او داسې نورو په برخو کې د پرمختیایي پیښو انعکاس
لرلید:
د اطلاع رسونې په برخه کې مسؤل او مخکښ وزارت درلودل
فعالیتونه:
له مرکزي او ولایتي څانګو څخه د معلوماتو راټولول او د مطبوعاتي کنفرانسونو ، خبري کنفرانسونو ، ویب پا ڼې ، فیسبوک ، ټویټر ، یوټیوب ، سیمینارونو ، ورکشاپونو ، مخابراتي غونډو او د وزارت اړوند نورو کانالونو له لارې یې خپرول. همدارنګه د "اړیکې" مجلې له لارې د مخابراتي متخصصینو او کارپوهانو ساینسي او مسلکي موضوعات منعکس کول ، د وزارت او برنامو پوښښ لپاره ملي او نړیوالو رسنیو سره اړیکې چمتو کول ، رسنیو ته بلنه ، همغږي او خبرونه، انځور او ویډیو لیږل او معلوماتو ته لاسرسی لپاره زمینه برابرول د دې ریاست اصلي فعالیتونه دي
لاسته راوړنې:
د اطلا ع رسونې په میتود کې بدلون:
دا ریاست د ۱۳۹۹ کال راهیسې د معلوماتو نوي میتودونه پیل کړي.د دې ریاست فعال ټیم هڅه کړې ترڅو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ټولې پراختیایی پیښې او لاسته راوړنې په خپل وخت د رسنیو، مدني ټولنې او عامو خلکو سره د ټولنیزو شبکو له لارې او یا په حضوري ډول شریک کړي.
د ۱۳۹۹ کال له پیل راهیسې (د ۱۳۹۹ کال لرم تر لسمې) پورې پدې بریالي شوي یو چې د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه په سلګونو خبرونه، راپورونه او پروموشنل ویډیوګانې د خلکو او رسنیو سره شریک کړو.په لسګونه تلویزیوني او راډیویي مرکې ترسره شوې او یو شمیر مطبوعاتي کنفرانسونه په لاره اچول شوي دي. د رسنیو سره د خبر او مرکو خپرولو سربیره ، موږ د وزارت ډیری خبرونه د فیسبوک، ټویټر، او د وزارت ویب پاڼې له لارې هم خپروو.سربیره پردې ، موږ هڅه کوو د اړیکې مجلې د فعالولو سره د معلوماتو ساحه پراخه کړو.
ماموریت
د رسنیو، مدني ټولنې، سکتوري څانګو او په نهایت کې د خلکو او اتباعو سره دوامدارې او اغیزمنې اړیکې چمتو کول
مهمې لاسته راوړنې:
لومړۍ برخه: رسنیز فعالیتونه
د تلویزیون په ګردي میزونو کې برخه اخیستنه:
- د طلوع تلویزیون "بامداد خوش" خپرونه
- د طلوع نیوز "نیمه روز" خپرونه
- د شمشاد ټلویزیون د روڼ سهار خپرونه
مرکې او راډیوګانو ته د خبري کلیپونو لیږل:
ملي راډیو
-۲ آرمان اف ام
-۳ ننګرهار کلید
-۴ آزادي راډیو
-۵ ننګرهار مشعل راډیو
مرکې او ټلویزیونو ته د خبري کلیپونو لیږل: مرکې او راډیوګانو ته د خبري کلیپونو لیږل:
سي سي ټي وي بهرنۍ رسنۍ
-۲ طلوع نیوز
-۳ آینه
-۴ آریانا نیوز
-۵ شمشاد
له چاپي رسنیو سره مرکه:
د يادونې وړ ده، چې له پورتنيو خبرو پرته تر اوسه پورې هېڅ مطبوعاتي کنفرانس او ځانګړې مرکه نه ده شوې.
دریمه برخه چاپي خپرونې:
د مخابراتو وزارت پخوا یوه چاپي خپرونه درلوده (اړیکه مجله) چې هره میاشت به یې د وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور فعالیتونه او دندې منعکسولې. له بده مرغه له ۱۳۹۸ کال راهیسې د مالي ستونزو له امله د دغې مجلې خپرونه او فعالیت بند شوی او په دې وروستیو کې یوازې برېښنايي بڼه د وزارت د وېبپاڼې له لارې خپرېږي.
د رسنیو آمریت هڅه کوي چې د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او بودیجې د شتون په صورت کې مجله بیا پیل کړي.
د رسنیو آمریت د راپورونو او فعالیتونو لینک:
د ۱۴۰۰ کال د تلې - لیندۍ په میاشتو کې د رسنیو د آمریت د فعالیتونو راپور
د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ او دویمه ربع کې د رسنیو د آمریت د فعالیتونو راپور