بریا کیسه

حمیرا ناصر- کارمند بخش تکنالوژی معلوماتی ستره محکمه جمهوری اسلامی افغانستان 

 

Snow
دا ډول روزنیز ورکشاپونه په ځانګړي توګه د وزارتونو او نورو ادارو ښځینه کارکوونکو په شخصي او کاري ژوند خورا مهم رول لري. ځکه نه یوازې چې کاري وړتیاوې یی زیاتیږي، شخصي ژوند کې د خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو په وړاندی خپل ځانګړی ځای خپلوي. دغه لاسته راوړنی مونږ ښځو ته ښه احساس راکوي او مونږ ته روحیه او مثبته انرژی راکوي چې لا زیات کار وکړو او زیاتی لاسته راوړنی ولرو

حمیرا ناصر – د افغانستان اسلامي جمهوریت سترې محکمې د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګې کارکوونکي

موضوع: د دولتي سرچینو برنامه جووړولو روزنیز ورکشاپ

سمونکوونکی (ایدیټور): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند سایر ځلاند

مرکه کوونکی: همایون صدیقي

لیکوونکی: همایون صدیقي، د رسنیو او عامه چارو کارپوه

نیټه: د لیندۍ ۱۳ مه ۱۳۹۷

لنډیز:

حمیرا راسخ، ۲۸ کلنه ده، د افغانستان اسلامي جمهوریت سترې محکمې د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګې کارکوونکي ده. حمیرا د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی څخه فارغه ده. هغې په یوه میاشتني ورکشاپ کې چې د د دولتي سرچینو د برنامو جووړولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې له لوري جوړ شوی و، د کمپیوټر Jawa Scrip, PHP, SQL, DBMS, HTML, CSS پروګرامونو زده کړه پیل کړه. دغه ورکشاپ د ډیزایننګ او ډیټابیش څانګو کې جوړ شوی و، چې دواړه څانګې ددې ترڅنګ چې مختلفې وي، د دغه ورکشاپ د ګډونوالو د کاري اړتیاوو ځواب ویوونکۍ هم وی. حمیرا وایی ˝هغه څه چي ما دی ۳۰ ورځني ورکشاپ کې زده کړل، زما کاري وړتیا یی زیاته کړه.˝ په دغه ورکشاپ کی ۱۲ نفرو د سترې محکمې او افغان ملي بیمې شرکت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د آسان خدمت ادارې دغه ورکشاپ په دې موخه جوړ کړی و، چې په یادو ادارو کې د کمپیوټری پروګرامونو نه د کار اخیستنې په برخه کې د کارکوونکو وړتیاوې غښتلې او ددغه ادارو چارې لا بهتره شي. حمیرا د زده کړې بڼې او هغه څه چې په درسی نصاب کی شامل وو، خوښه ده او هیله منده ده چې په راتلونکی کې هم همدا ډول ورکشاپونه جوړ شي او هیله څرګندوي چې په روزنیزو ورکشاپونو کې ښځو ته ډیره ونډه ورکړل شي.

Snow
دغه روزنیز ورکشاپ ما سره مرسته وکړه چې د Jawa Script, PHP, SQL DBMS, HTML CSS پروګرامونه په اساسي ډول زده کړم. ددغه پروګرامونو زده کول نه یوازی زه د کار او مسلک له نظره غښتلی کړم، بلکه شخصي ژوند کی د خپلی کورنۍ او ملګرو په منځ کی سرلوړی کړم او راتلونکی ته هیله منده یم.

د حمیرا راسخ کیسه د هغې په ژبه:

˝زما نوم حمیرا راسخ دی، ۲۸ کلنه یم او د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی فارغه یم. ۴ کاله کیږي د سترې محکمې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې دنده ترسره کوم. یو کال راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آسان خدمت ادارې دولتي سرچینو برنامه جوړولو یا Government Resource Planning (GRP)تر سرلیک لاندی پروژه په ستره محکمه کې پرمخ وړي. دغې پروژی زیات بدلون را منځته کړی. د مثال په ډول، ټول دفترونه یی د کمپیوټري پروګرامونو په وسیله لکه Jawa Scrip, PHP, SQL, DBMS, HTML, CSS سره نښلولي. که څه هم دغه پروګرامونه ما په پوهنتون کی لوستی وو خو په دومره جزیاتو نه وو، نو ځکه می زیات معلومات نه درلودل.په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د آسان خدمت اداري له لوري جوړ شوی و او ۳۰ ورځی یی دوام وکړ، پورتني کمپیوټري پروګرامونه په درسی پلان کی شامل وو.

په دغو ورکشاپونو که ګډون راته له څو اړخونو ګټه رسولي، لومړی دا چې مسلکي او کاري وړتیا مې لوړه شوه او بل پرځان اعتماد مې زیات شوی او ادارې ته مې اعتبار زیات شو او ممکنه ده چې په نږدې راتلونکي کې راته زیات مسولیتونه وسپارل شی. په حقیقت کې ما ته هیله پیدا شوي چې ګواګې ښځې هم کوولای شي دولتي ادارو کې په لوړ پوړو دندو کار وکړي، په ریښتنولی او مینه خلکو ته خدمت وکړي او همدا راز کورنۍ او ملګرو په وړاندی ځانګړی ځای پیدا کړي. په دی هرڅه ویاړم او ښه حس لرم.

زه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آسان خدمت ادارې له مشرتابه مننه کوم چې ما او زما همکارانو ته یې د نویو مهارتونو د زده کړې لاره هواره کړه ترڅو خپلو هیلو ته چې یوه یي په خپل مسلک یعنی معلوماتی ټکنالوجۍ باندی برلاسی و، ورسیږم. هیله منده یم چې دغه روزنیز ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او آسان خدمت اداری لومړي او وروستۍ نه وي او په راتلونکي کې هم دا راز روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي.˝

˝دا ډول روزنیز ورکشاپونه په ځانګړي توګه د وزارتونو او نورو ادارو ښځینه کارکوونکو په شخصي او کاري ژوند کې خورا مهم رول لوبوي. ځکه نه یوازې چې کاري وړتیاوی یې زیاتیږي، شخصي ژوند کې د خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو په وړاندی خپل ځانګړی ځای خپلوي. دغه لاسته راوړنې مونږ ښځو ته ښه احساس راکوي او مونږ ته روحیه او مثبته انرژی راکوي چې لا زیات کار وکړو او زیاتی لاسته راوړنی ولري.˝

د Government Resource Planning (GRP) پروژی په اړه معلومات

Snow

احمد کاکړ د معلوماتي ټکنالوجۍ انجنیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې کارکوونکی او ددغه روزنیز ورکشاپ یو ګډونوال وایی ˝دغه سیسټم د افغانستان محصول دی چې د هیواد دولتي پروسیجرونو سره مطابقت لري.˝

دغه سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې تخنیکي متخصیصینو لخوا د هر اړخیزې ارزونې او د نړیوالو تجربو نه په ګټه اخیستنې، جوړ شوی دی. ددغه سیسټم د جوړولو اصلي موخه د ټولو دولتي ادارو دیجیټلي کول دي او دا د بریښنایي حکومتوالۍ په لور یو اغیزمن ګام دی.

په عمومي توګه، دغه سیسټم شپږ ماډیولونه لري لکه بشري سرچینې، مالي او بودیجه، تدارکات، شتمنۍ، اسناد، اړیکې او راپور ورکول. د یادولو وړ ده چې ددغه سیسټم طرحه په اقتصادي عالي شورا کې منل شوي او ددغه سیسټم تطبیق په یو شمیر دولتي ادارو کې روان دی.

ټاکل شوی ده چی د GRP سیسټم په ۹ وزارتونو کې د ۲۰۱۸ کال تر اخره تطبیق شي او ددغه سیسټم په تطبیق او سیسټماټیک نښلولو سره به د ادارو کار، چلند کې  روڼوالی رامنځ ته شي او د پروسو نه به په دقیق ډول راپور او ارزونه وشي. د وزارتونو او مالیې وزارت او ملي تدارکاتو سیسټمونه سره د GRP نښلول، د معلوماتو بانک مرکزي کول، د دولتي سرچینو نه جامع راپور اخیستل او د یو واحد سیسټم جوړول، او د GRP سیسټم لپاره کړنلاره او پالیسی جوړول.