پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې پنځه مخابراتي سايټونه د نوري فايبر سره ونښلول شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس او د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست د پرله پسې هڅو په پایله کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په بېلابېلو سيمو کې د افغان ټلیکام دسلام مخابراتي شبکې پنځه مخابراتي سایټونه چې کارونه یې پخوا بشپړ شوي وو له نوري فایبر سره ونښلول شول.
همداراز د نورو مخابراتي او انټرنتي سایټونو د نښلولو لپاره هڅې روانې دي، څو خلک باکیفیته او چټک انټرنت ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې یې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د سیمو اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.