د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سټلایټ او معلوماتي ټکنالوجي زیربناوو نوي ګمارل شؤی رئیسان د وزارت کارکوونکو ته ورؤه پیژندل شؤل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۵
معرفی رئیسان

د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس. د هېواد دوه مهم کادرونه هر یو انجنیر سید منصور رحیمي چې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او اوسمهال د انګلستان هېواد د ( نیوکسل) پوهنتون کې د ټکنالوجۍ په برخه کې په انلاین ډول د دوکتورا محصل دی د زیربنای ټکنالوجي د عمومي ریاست د رییس او انجنیر عنایت الله اتل چې د ټکنالوجۍ په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري د سټلایټ د ریاست د رییس په توګه په دندو ؤګمارل شؤل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته ور ؤه پیژندل شؤل.

‏په همدې موخه جوړې شؤې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني ؤویل چې تر دې دمه د یاد وزارت ټول مسلکي بستونه په وړ او پوهو اشخاصو ډک شؤي او هڅه شؤې د هېواد هغه کادرونه چې د ټکنالوجۍ په برخه کې وړتیا او لوړې زده کړې لري جذب او د خدمت په موخه یې په دندو ؤګماري.

عنایت الله اتل و سید منصور رحیمی

ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه، انجنیر سید منصور رحیمي او عنایت الله اتل چې کلونه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او نورو برخو کې دندې سرته رسؤلي وړتیا او لیاقت ته په لیدو یادو بستونو لپاره غوره او ؤه ټاکل شؤل او سپارښتنه یې وکړه چې خپلې دندې په صداقت، خلوص او ایماندارۍ سر ته ؤرسؤي او افغانستان کې د ټکنالوجۍ د ودې په برخه کې له خپلو وړتیاو پوره استفاده ؤکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

‏په همدې موخه جوړې شؤې غونډه کې یادو رییس صاحبانو هم ډاډ څرګند کړ چې په پوره اخلاص، صداقت او ایماندارۍ به خپلې دندې سر ته رسؤي او هڅه به کؤي چې د خپلو وړتیاو څخه به د ټکنالوجۍ په ودې او پرمختګ کې ګټه پورته کؤي  او همدا شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه یې مننه ؤکړه چې پر دوی یې باور کړی د دندې په موخه یې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندیز کړی.

سید منصور رحیمی رئیس عمومی زیربنای کلید عامه وزارت مخابرات افغانستان

عنایت الله اتل رئیس ستلایت وزارت مخابرات افغانستان

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

د کاپیسا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۷:۴۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر هېواد کې د مخابراتي شبکو له مسئولینو سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له مسئولینو سره، د غیر قانوني تجهیزاتو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۵
Background image

بېرته خبرونه ته