د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
ورکشاپ ارتقای ظرفیت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په هدف د پلان جوړونې او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په یاد ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا)۴۰ تنو اجرایوي رئیسانو او لویو مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دغه ښوونیز پروګرام کې د پلان جوړونې نوی چوکاټ ، د راپور ورکولو او د پلانونو د ترتیب او جوړولو طریقه، د وزارت د پراختیایي پلانونو په اړه د راپورونو چمتو کولو او د پراختیایي پروژو د پرمختګ سلنې په اړه اړین معلومات او لارښوونې وړاندې شوې.

د یاد ورکشاپ په پای کې مسؤلینو د ګډونوالو پوښتنو ته لازم او قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ابن سینا بنسټ له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ابن سینا بنسټ مسؤلینو سره د ټکنالوجۍ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کونړ ولایت د علماو شورا له غړو، متنفذینو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ ولایت د علماو شورا رئیس شیخ صاحب عبدالقهار، علماو شورا...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۷:۳۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو ۳ شرکتونو ته جوازونه صادر کړل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د پوسټي مارکېټ له تحلیل او تجزیې وروسته او همدا راز هېوادوالو لپاره پوسټي...

بېرته خبرونه ته