په کنړ او غزني ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شول
د روان ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتې په ۲۱ او ۲۳ مو نیټو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په کنړ او غزني ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول.
ددغه سفرپه لړ کې د مخابراتو وزارت مالی او اداري مرستیال او ورسره پلاوي ته د یادو ولایتونو د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډو کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړې شوې وې ګډون یې وکړ.
ښاغلي سادات په دغو غونډو کې خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز رول لوبوي، ښاغلي سادات زیاته کړه: چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي د هر راز او بیلابیلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې په پراخه توګه هیواد والو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي تر څو ګران هیواد په یوه معلوماتي ټولنه بدل شي.
همدا راز ښاغلي سادات د افغان ټیلي کام سلام شبکې خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل چې تراوسمهاله د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ګټې ته سپارل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې دکنړ ولایت والي ښاغلي جلاله ، د کنړ ولایت سناتور ښاغلي رفیع الله حیدر او یو تن قومي مشر او په غزني ولایت کې د والي مرستیال، د ولایتي شورا غړي او مشر خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.