د ساینس او انجینرۍ دوهم ملي کنفرانس جوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د اترا ادارې پر مالي ملاتړ او د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجي انستیتوت (ICTI ) او د ساینس او انجینري پوهنځي په تخنیکي مرسته د افغانستان د سانیس اوانجینرۍ ټولنې ( AFSSEE) لخوا په کابل کې د ساینس او انجینري دوهم ملي کنفرانس جوړ شو .
په دې کنفرانس کې چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ( ICTI ) انستیتوت کې ددوو ورځو لپاره کې جوړ شوی و د کابل، بلخ او د ننګرهار پوهنتونونو د استادانو سربیره دساینس او انجینرۍ د بیلا بیلو څانګو متحصیصنو او په بهرنیو هیوادونو کې افغان پوهانو او څیړونکو اوهمدارنګه د هیواد د پوهنتونونو محصیلانو او ګڼ شمیر مینه والو برخه اخیستې وه
د کنفرانس پرانسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال محترم انجینربریالي حسام په وینا وشوه اونوموړي زیاته کړه چې ساینس او ټکنالوجی د بشر له خوا رامنځ ته شوې دوې مهمې پدیدې دي چې بشرپخپل ټول تاریخ کې ترینه د ژوند د بیلا بیلو اړتیاوو او د پرمختګ لپاره ګټه اخیستې او دټولنو د اقتصادي رشد او پرمختګ سبب ګرځيدلي دي.
لدې کبله ددی ډول کنفرانسونو جوړول زموږ د ټولنې لپاره ډیر اهمیت لري.
همدارنګه په دې کنفرانس کې ګڼ شمیر پوهانو دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ، مدیریت، ټولنې، چاپیریال، کرهڼې، روغتیا، انځورپیژندنې، پوهنې او د ودانولو په اړه علمي او تحقیقاتي مقالې وړاندې کړې.چې د برخه والو لخوا پرې هر اړخیز بحثونه وشول.