د سلام مخابراتي شبکې د پیریدونکو جذبولو ظرفیت ۶.۱ میلیون ته لوړیږی.
![افزایش ظرفیت شبکه مخابراتی سلام تا حدود ۶.۱ میلیون مشترک](/sites/default/files/2018-10/43450136_1961938734103344_3583276655113666560_n.jpg)
نیټه: د تلې ۱۷ مه، ۱۳۹۷ ځای: د حکومت د رسنیو مرکز
د سلام مخابراتي شبکې د پیریدونکو د جذبولو ظرفیت د لوړولو په موخه د ZTE له نړیوال شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي پدې په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې ددې هوکړه لیک په تطبیق سره به چې کابو اته میاشتی وخت نیسي، د سلام مخابراتي شبکې د جذب ظرفیت به له دریو میلیونو پیریدونکو څخه څه د پاسه شپږو میلیونو پیریدونکو ته لوړه شي.
ده زیاته کړه د سلام مخابراتي شبکه به وتوانیږي چې د مخابراتي او انتږټرنیټي خدماتو کیفیت لوړ او لری پرتو سیمو ته وغزوي.