د لوګر ولایت په مرکز کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدماتو څانګه پرانیستل شوه
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خپلو پرمختیایي پلانونو پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه او د مخابراتو وزارت د استازي په حضور کې په رسمي ډول د پېرودونکو د خدمتونو نوې څانګه چې په ټولو امکاناتو سمبال ده، پرانېستله.
د دې څانګې په پرانېستلو سره به د پیرودونکو هغه ستونزې، چې پخوا به د (کابل او پکتیا) ولایتونو له لارې حل کېدې، اوس به په نوموړي څانګه کې حل شي .
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د دغه څانګې د پرانستلو له امله خوښي څرګنده کړه او د ولسوالیو په کچه یې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د استازولیو د پراختیا غوښتنه وکړه. دغه راز د ياد شوي شرکت مسوولينو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د لوګر په مرکز کې دوه نور د پېرودونکو خدمتونو مرکزونه جوړ کړي او په نږدې راتلونکي کې به د ولايتونو په کچه خپلې ادارې پراخې کړي.