د لغمان ولایت پوهنتون او یو شمیر لیسو کی تخنیکي لابراتوارونه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان کال د حوت د میاشتي په ۵ مه د لغمان ولایت تخنیکي لابراتوارونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مالي او تخنیکي مرسته جوړې شوي دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT مرستیال ښاغلي ایمل مرجان او ورسره د وزارت لوړپوړي پلاوي لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شول.

په دغه سفر کې د مخابراتو وزارت  IT مرستیال او ورسره پلاوي ته د لغمان ولایت  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډه کې چې د تخنیکي لابراتوارونو د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون یې وکړ او د معلوماتي ټکنالوجۍ د ارزښت په اړوند یې مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه د ژوند په ټولو برخو لکه روغتیا، زده کړو، لوړو زده کړو، امنیت او حکومتداری کې خورا لوړ اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له اړخه، معلوماتي ټکنالوجۍ د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د پوهنې او روزنې په بهیر کې د پام وړ اغیزه کړې، د معلوماتي ټکنالوجۍ په واسطه استادان او شاګردان کولای شي د خپل زده کړې په بهیر کې نویو او مډرنو تدریسی میتودونو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدا راز ښاغلي ایمل مرجان زیاته کړه: چې معلوماتي ټکنالوجۍ په حکومتدارۍ، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې کیفیت، چټکتیا او شفافیت رامنځته کړی دی. او لازمه ده چې پوهنه د هر هیواد د یو مهم رکن په حیث پر معلوماتي ټکنالوجۍ او کمپیوټري لابراتوارونو سمباله شي تر څو استادان او شاګردان د پوهنې په برخه کې هم د نړۍ سره سیالۍ ته چمتو شي.

ښاغلي مرجان وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکټرونیکي حکومتدارۍ د ستراتیژۍ سره سم د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پدې هڅه کې دی چې د هیواد ټول ښونځي او پوهنتونونه له نوري فایبر سره وصل کړې او د کمپیوټر لابراتوارونه را منځته کړي.

همدا راز ښاغلي مرجان یادونه وکړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همکارۍ د عامه روغتیا وزارت سره هم جریان لري تر څو ګران هیواد والو ته ښه طبي امکانات برابر شي.

ورپسې د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر همایون جیلاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له همکاریو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: چې د نوري فایبر سره د ښوونځیو نښلول به هره تدریسي ټولګی له نړۍ سره وصل کړي او شاګردانو ته به دا زمینه برابره کړي چې د درسي موادو د معلوماتو سمندر ته لاسرسۍ ولري.

ښاغلي جیلاني د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې د هیواد پرمختګ د سیمې په کچه بی سارۍ وباله اود معلوماتي ټکنالوجۍ څخه پر مثبت ګټه اخیستنې  یې ټینګار وکړ.

 

همدا راز د لغمان ولایت سرپرست ښاغلي فضل الله مجددي وویل: چې اوسنۍ عصر د کمبیوټر او انټرنټ عصر دی او دا فرصت یې رامنځته کړی چې د نړۍ لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړو. ښاغلي مجددي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له پاملرنې څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

ورپسې د لغمان ولایت د مخابراتو رییس ښاغلي همایون شمس او د لغمان پوهنتون رییس په خپلو خبرو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او همیت خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې.

.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته