د ریال ټایم ډیټا منجمنت پروژه

د مخابراتو وزارت، د مالیې وزارت، د اقتصاد وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د اقتصادي عالی شورا د لارښوونې په اساس موظف شوي دي چې د ریال ټایم ډیټا سیسټم مدیریت رامینځته کړي.

تخنیکي کمیټه چې د پورته څانګو استازو څخه جوړه شوې، د سیسټم لپاره تخنیکي مشخصات تنظیم کړي او د هغې تدارکاتي پروسه د ملي تدارکاتو د دفتر لخوا تعقیب شوې ده.

د پروژې تدارکاتي اسناد د تصویب لپاره د ملي تدارکاتو کمیسیون ته سپارل شوي دي او د ملي تدارکاتو کمیسیون په لارښوونه طي مراحل شوي اسناد د نړیوالو متخصصینو لخوا د لاښه دقت او بیا کتنې لپاره د تدارکاتو ملي ادارې ته لیږل شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي دي، او چمتو دی چې د تدارکاتو د ملي کمیسیون له لارښوونې سره سم په لنډ وخت کې دا سیستم فعال کړي.