میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د عمومي شهراه دوراهي تنګي سیمه کې په عصري ټکنالوجۍ سمبال او په معیار برابر د لوړ تناژ ترازوګانې سیسټم له جوړېدو وروسته د ټولګټو وزارت سره په همغږۍ تطبیق کړ.
د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه جوته، د سړکونو د تخریب د مخنیوي تر څنګ د عوایدو او مالیاتو دقیقه محاسبه به یې هم صورت نیسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست چې افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتولۍ دنده پر غاړه لري تر دې دمه یې ګڼو امارتي ادارو ته عصري او پرمختللي سیسټمونه جوړ کړي او لا هم دا پروسه د هېواد په کچه په ګړندي ډول روانه ده.
