د نیکسا پروژې

د نکسا زیربنا لنډه پیژندنه (د انټرنیت د تبادلې د ټکي مرکز) موخې او لاسته راوړنې

مخینه:

د انټرنیټ د تبادلې مرکز یا نکسا یوه فزیکي زیربنا ده چې په وسیله یې د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو داخلي ترافیک تبادله کېږي.

د انټرنیټ د تبادلې مرکز موخه د افغانستان د انټرنیټ داخلي ټرافیک، د اطلاعاتو محرمیت، د انټرنیت د کیفیت لوړوالي او د بانډویډ د لګښت د کموالي لپاره د داخلي ګیټوې رامنځته کول دي. د دغه مرکز په جوړولو سره به د کارونکو معلومات خوندي شي، د داخلي ټرافیک ګړندیټوب زیات شي او له هیواده به د معلوماتو د وتلو مخنیوی وشي.

وروستۍ لاسته راوړنې:

تر اوسه له 63 انټرنټي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو ډلې څخه ۲۹ هغه شرکتونه چې د خدمتونو د وړاندې کولو جوازونه لري دې زیربنا سره نښلول شوي ډي.

پدې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نکسا سره د هوکړه لیک له مخې د شپږو انټرنټي خدمتونو شرکتونه لکه: افغان بیسیم مخابراتي، Io-Global ‏، انکبوت، Network Zone ،Cyber Telecom او Vital Telecom شرکتونه د نکسا زیربنا سره نښلول شوي دي.

پر دې برسیره ۲ نوي کش سرورونه، ډي ان اس سرور چې د نړۍ په (۱۱۲) هیوادونو کې (۴۰۰) ډومین نومونه لري تر پوښښ لاندې نیولي دي. ګوګل کش، د ګوګل سیمه ایز کول، د فیسبوک سیمه ایز کول، د هغه اطلاعاتو او معلوماتو تبادله چې د معلوماتو په ملي مرکزکې موجود دي او د مخابراتي شرکتونو له ډلې څخه د هغه شرکت لینک چې له وړاندې نښلول شوی د (۱۰۰) MB څخه ‎‏ 1Gig ته ارتقا ورکول د دې مرکز د وروستیو لاسته راوړنو څخه دي.

د پروژې اوسنی حالت:

د داوطلبۍ د پروسې د ناکامیدو له وجې د انټرنیټ د تبادلې مرکز د اړتیا وړ تجهیزاتو پیرودل بیا ځلي داوطلبۍ ته سپارل شوي دي. د افغانستان ډومین مالي موضوعګانو لپاره چې له وړاندې د کوکا شرکت سره یې تړون لاسلیک شوی و د قانوني پړاونو د بشپړولو په حال کې دی او د څیړنیز لابراتوار د جوړونې تدارکاتی پروسه د ساینس او نوښت ریاست لخوا د نکسا پروژې له بودیجې څخه یې کار په جریان کې دی.

د بودیجې اندازه:

په ۱۴۰۰ مالي کال کې د انټرنیټ د تبادلې مرکز (۱۵) ملیونه افغانیو په شاو خوا کې بودیجه لري چې مالیې وزارت لخوا ورته منظوره شوې ده او تر دې دمه د (۹) میلیونه افغانۍ بودیجه په ښه ډول سره لګول شوې ده.

راتلونکي پلانونه او ننګونې:

د خدمتونو وړتیا لوړولو لپاره د اوسني سیسټمونو آپګریډ کول او نویو سیسټمونو نصبول، د مخابراتي خدمتونو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د دې زیربنا سره د ټولو انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو نښلول د راتلونکي پلانونو له ډلې څخه دي.

له دې سره هممهاله کله نا کله د تدارکاتي او تخنیکي پروسو پڅوالی د پرمختګ په وړاندې د ننګونو څخه شمیرل کیږي.