د (اړیکه) مجله
د اړیکه مجلې شالید:
اړیکه مجله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خپرونه ده چې شپاړسو کلونو راپدې خوا چاپ او خپریږي.
دغه مجلې په ۱۳۸۰ کاله کې په څلورو مخونو سره خپل نشرات پیل کړل چې د تیرو څو کلونو په تیریدو سره پدغه مجله کې د کمیت او کیفیت له مخې بدلونونه رامنځته شوي او د مخونو شمېر يې تر پنځوسو رسیدلی.
دغه مجله په هرو دریو میاشتو کې ۱۵۰۰ ګنې او په کال کې ۶۰۰۰ زره ګڼې په ښکلي بڼه او ښه کیفیت سره چاپ او نشر ته سپارل کیږي.
اړیکه مجله په مرکزی ریاستونو سربیره د ولایتونو د مخابراتو ریاستونو، ولایتې ادارې او مختلفو دولتي ادارو، رسنیو، مخابراتي خصوصي شرکتونو ته لیږل شوي؛ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو، د (ICTI) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیوت زده کوونکو د علم او پوهې خوندانو دغه مجله مطالعه کړي او د بیلابیلو مضامینو يې ښه ګټه اخیسته ده.
پدغه مجله کې د ټکنالوجۍ په اړه د هېواد د ننه، په سیمه ایزه او نړیواله کچه د نوو لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو په اړه مضامین خپریږي چې د زیاتو کسانو د خوښۍ او خوشالۍ وړ ګرځيدلي؛ مینوال تر ددغه مجلې چاپ ته سترګې په لار وي او زیاتره وخت محصلین د مونو ګراف په لیکلو کې ددغه مجلې څخه ګټه پورته کړي.
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پر مجلې سربیره کلیزه او بروشر هم چاپوي چې په بروشورو کې په لنډه توګه د یو کال لاسته راوړونې او پرمختګونه نشریږی.
دغه مجله په ګروپي او ډله ایز کار سره په موفق ډول (د ژباړن استاد محمد عاشق،د راپور لیکوونکي معصومه نیازی، ډيزاینرې شبیر احمد صالحی، عکاس ویس خان محمدي، د ویش مسؤل احسان الله تلاش توتاخیل) د اړیکې مجلې مدیر مسؤل عبدالعزیز ستانکزی تر څارنې لاندې مخ ته وړل کیږی.
د اړیکې مجلې د فعالیت جواز دلته وګورئ
عبدالعزیز ستانکزی
د اطلاعاتو او رسنیو سره د اړیکو آمر او د اړیکه مجلی مدیر مسئول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۳۹۱/۱۱/۱۶ نیټې د ۱۱۷ نمبر جواز لرونکی