د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پستي خدمتونو نړیوال شرکتونه:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له خوا، د صادر شويو جوازونو پر اساس، لاندې نړیوال شرکتونه په افغانستان کې پستي فعالیتونه تر سره کوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره دا لوګو (نښه) کېکاږئ:

۱:- فډیکس

فډیکس شرکت (FedEx) د تامیناتو کړۍ، لېږد را لېږد، سوداګرۍ او منظمو اطلاعاتو له لارې، نړیوال مخ پر ودې بازار ته د لاسرسي خدمتونه چمتو کوي.


۲:- ټي ان ټي

دغه شرکت له دوو برنډ نښو Royal TPG Post and TNT سره د لېږد را لېږد، تدارکاتو او پستي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه ډله په ۶۳ هېوادونو کې د ۱۶۱۰۰۰ زره کارکونکو پر مټ، د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.

دا شرکت په ۲۰۰۴ مېلادي کال، ۱۲.۶ ملیارد یورو کار کړی او په عمومي ډول د امسټردام، نیویارک، لندن او فرانکفورت په سهامي بورسونو کې ځای لري.

 


۳:- ډي اچ ال

دا د ځمکني، سمندري او هوايي لېږد را لېږد په برخه یو پرمختللی نړیوال شرکت دی، چې په ۲۰۰۴ مېلادي کال یې، ۲۴.۵ ملیارد یورو ګټه کړې وه.

دغه شرکت له یوې ګډې سرچینې څخه، نوښت ګرې او وړاندیز شوې حل لارې وړاندې کوي.