د تجهیزاتو پلورونکي:

 

لاندې شرکتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د ځینو پروژو په پلي کولو کې مرسته کوي.

GSI

ګلوبکوم سیسټم شرکت، هغه شرکت چې د دلاور ایالت د قوانینو پر اساس فعالیت کوي او د سوداګرۍ اصلي مرکز یې د نیویارک ښار د هاوپاګ سیمې په ۴۵ سرک کې دی.

له دغه شرکت سره لاندې تړونونه لاسلیک شوي دي:

سیمه اییزه مخابراتي شبکه، د ځمکې ستېشن، د حکومت مخابراتي شبکه او څارونکی سټېیشن.


ZTE Plaza

دغه چینايي شرکت، د چین په ننشان شنژن ولایت کې د صنعتي پارک سویلي لویه لارې ته څېرمه موقعیت لري.

دغه شرکت له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره، په ۱۱ ولایتونو کې د ډیجیټلي ټلیفونونو نصبولو او CDMA WLL  کمکي وسایلو تړون لاسلیک کړی.


د هواوې ټکنالوژۍ شرکت:

دغه شرکت په ۱۲ ولایتونو کې د ډیجیټل ټلیفونونو سویچونه او د CDMA WLL   کمکي وسایلو چمتو کولو تړون لاسلیک کړی، چې شاوخوا ۱۱ زره کسان به یې له خدمتونو برخمن شي.


زمنس شرکت:

دغه ونډه وال شرکت د المان فدرالي قانون له مخې ثبت شوی او په برلین ښار کې موقعیت لري.

دغه شرکت په هرات ولایت کې د ۵۰ زره خطونو له پار، د ډیجیټال ټلیفونونو سویچ بستې چمتو کوي، چې د سرفراز خراسان خصوصي شرکت په همکارۍ وړاندیز شوی.