د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) اعلامیه!

naweed_admin

په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې راتګ او قایمېدو سره سم د هیواد په کچه بیلابیلو سکټورونو کې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره پیل شوې له دې څخه یو هم د مخابراتو سکټور و چې  ورستیو کې یې د بیلابیلو لاملونو له امله زیان لیدلی و، خو له نیکمرغه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مشرتابه د یاد سکتور د بیا رغونې او ودې لپاره مټې را ونغاړلې او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، چې د دې سکټور له بیارغونې سره هم مهاله یې د هیواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته د خدمتونو غځولو هڅې لاپسې ګړندۍ کړې.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ددې ادارې له پرمختیایي بودیجې څخه په ټول هېواد کې د ۴۵۰ نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې چارې پیل کړې او یاده پروژه یې په دریو لاټونو کې آزادې سیالۍ ته وړاندې کړه، چې د مخکني پلان له مخې د اکثریت سایټونو د جوړولو چارې پای ته رسیدلې او د ځینو بیا روانې دي.

په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې دي چې ګواکي ځینې کسان په دې نامه د پیسو غوښتنه کوي چې ګواکي دوی کولای شي خلکو ته د هغوی په کورونو یا ملکیت کې مخابراتي انټن نصب کړي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د مخابراتي سایټونو د ځای ځایګي په ټاکلو کې دمخابراتو وزارت، اترا اداره، اړوند مخابراتي شرکت او ځایي شکایت کوونکو څخه د جوړی شوي پلاوي پرته بل هیڅوک نه شي کولای چې ځای وټاکي او یا یې بل ځای ته و لیږدوي.

په همدې اساس د مخابراتو وزارت او اترا اداره له ټولو هیوادوالو غواړي چې دد اسې کسانو په خبرو ونه غولیږي، بلکه له داسې خلکو سره دمخ کیدو په صورت کې هغوی امنیتي ارګانونو ته ور و پیژني او یا یې هم معلومات ولایتي ریاستونو سره شریک کړي.

د یادولو وړده چې د مخابراتو وزارت او د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره د مخابراتي سایټونو د جوړولو کړنلارې له مخې  د ځایي خلکو د شکایت پر بنسټ، د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او مخابراتي شرکت له استازیو څخه د جوړ شوي ګډ پلاوي د تخنیکي سروې له مخې داسې ځای په ګوته کوي، چې د سیمې اکثریت نفوس او سیمه تر پوښښ لاندې راولي او بیا یې ټاکي.

د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې مشرتابه ستاسو محترمو هیوادوالو شکایتونو ته د رسیدو په موخه ۹۹۸ او ۹۹۹ وړیا شمیرې فعال کړي دي، تاسو کولی شئ چې د مخابراتي سکتور اړوند هر ډول شکایتونه له دې لارې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې تر مشرتابه پورې ور ورسوئ.

درنښت

 

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) اعلامیه!

په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا...

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د ګرځنده براډبانډ (Broadband) خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو ...

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۱:۵۵
Background image

خبرتیا!

څرنګه چی تاسو ته څرګنده ده پدی وروستیو کی لیدل کیږی چی یو تعداد نامعلومه اشخاص او افراد پدی لټه کی دی چی ستاسو شخصی فیسبوکونه هک او ستاسو...

Back to announcements