خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)
د درناوي وړ لیکنې په اړه:
څرنګه چې د خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړندې کولو (ISP) ملي جواز د واگذارۍ (انتقال) پروسه په دې اړه کې جریان لري او د جوازونو، جوازلیکونو او اسهامو د انتقال (واګذاری) طرزالعمل اوولسمې مادې دوهم پاراګراف په لاندې ړول صراحت لري:
(اترا اداره دې د انتقال له اړخونو سره خپل حسابونه تصفیه او د حکومت نورو اداراتو ته له انتقالیدونکي شرکت سره د حسابونو د تصفیې په موخه رسماً خبر ورکړي تر څو یاد ادارات د یوې میاشتې په موده کې له انتقالیدونکی شرکت سره خپل حسابونه تصفیه کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اترا ادارې د وېب سایټونو له لارې او هم د متقاضي لخوا د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه د معتبرې رسنۍ له لارې موضوع نشر شي.)
بناً هیله کیږي چې موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت او د اترا ادارې د ویب سایټونو له لارې له اړونده اشخاصو او مراجعو سره د تصفیې په موخه په لاندې متن سره نشر شي. د اعلان متن په لاندې ډول دی:
خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه
(څرنګه چې د خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړندې کولو (ISP) ملي جواز د واگذارۍ (انتقال) پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر ورکړل شو. د یادونې وړ ده چې د نوي سهمدار لخوا ادارې ته لیکلی تعهد وړاندې شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز/جوازلیک اسهامو اړوند د انتقالوونکي په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړې توګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسوولیت به پرغاړه لري).
والسلام
الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس
