اجرائيه رئيس: څه باندې یوویشت میلیونه وګړي له ټیلیفوني خدماتو برخمن دي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۸/۸ - ۱۵:۳۹
رئیس اجرائیه:بیش از ۲۱ ملیون اتباع کشور از خدمات تیلفونی بهرمند هستند!

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د هېواد اجرائيه رئیس وویل، چې په اطلاعاتي او ارتباطي برخه کې افغانستان له
۲۰۰۱ کال سره د پرتلې وړ نه دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
اجرائيه رئيس وویل، د تېر کال د جون تر میاشتې پورې په افغانستان کې د بې سیم ټیلیفون درلودونکیو شمېر
۲۱،۳ میلیونه نفرو ته رسېده او کابو ۹،۷ کسانو له انټرنټ څخه استفاده کوله، چې په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي
د هغه په وینا، چې د اطلاعاتو او ارتباطو د ټېکنالوژۍ په برخه کې په افغانستان کې
۲،۳ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، دمګړۍ په افغانستان کې
۱۱۳ ټلویزوني چینلونه او ۳۱۰ اف راډیوګانې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې فقط یوه راډیو او یو ملي ټلویزیون درلود.
اجرائيه رئيس وویل، چې افغانستان د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د غړي په توګه د ملګرو ملتونو له چشم انداز، مقاصدو او پراختیايي موخو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي او متعهد دی چې د تلپاتې پراختیا موخو تر سیوري لاندې هېوادوالو ته د اطلاعاتو او ارتباطو د ټېکنالوژۍ معیاري خدمات وړاندې کړي.
د هېواد اجرائیه رئیس دغه راز وویل، چې له چین، مرکزي اسیا او اروپا سره د نوري فایبر له لارې د افغانستان د اتصال ډیجیټال پروژه پیل شوې او په دې برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو په وینا یې چې افغانستان له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره له وړاندې نه د نوري فایبر له لارې وصل شوی دی.
اجرائيه رئيس وویل: افغان دولت د نوري فایبر شبکه چې
۴۵۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري ۲۵ ولایاتو ته غځولې، چې د هېواد ۹۰ سلنه هېوادوالو ته له انټرنټ سره د وصل کېدو اسانتیاوې برابروي
د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې کنفرانس هر څلور کاله وروسته جوړېږي. دغه اتحادیه په
۱۸۶۵ کال کې جوړه شوې، چې افغانستان یې په ۱۹۲۸ کال کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته