د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
مخابرات ولایت پروان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم محمد طارق فاروقي او د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا لوی رئیس محترم الطاف احمد علمیار د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او په یاد ولایت کې د مخابراتي او انترنېتي خدمتونو د پرمختګ او شته ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.

مخابرات ولایت پروان

دغه راز نوموړو محترمو رئیسانو د پروان ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ښوونیزو چارو د ښه والي او د خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۷:۵۵
Background image

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ شنک سیمه کې د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۷:۳۴
Background image

د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

یاد مخابراتي سایټ چې د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ محرومو سیمو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۶:۵۵
Background image

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د خوست ولایت د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي...

بېرته خبرونه ته