دايکندي ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست ښوونيز مرکز پرانيستل شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۲:۵
مخابرات ولایت دایکندی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم د دایکندي ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې ریاست ښوونیز مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي او د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د دایکندي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي محمد نبي حنفي، د ولایت مقام استازي، د ښاري محکمې استازی محترم مولوي جمال الدین، د امارتي ادارو رئیسانو او د نوموړي ولايت رسنيو او خلکو په ګډون په رسمي ډول  پرانیستل شو.

په  دغه غونډه کې لومړی د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار د وزیر صاحب محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړی قدم کی د ۱۶ محرومو ولایتونو اړوند د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي. نوموړي وویل چې د دې ښوونیزو مرکزونو په تجهیز  باندې د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.

همداراز نوموړي زیاته کړه چې ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، په ځانګړې توګه د هیواد ځوانان یې وهڅول چې د یادو ښوونیزو  مرکزونو د کمپیوټري زده کړو له پروګرامونو څخه سالمه ګټه واخلي او په دې مرکزونو کې د شپږ میاشتني ښوونیز کورس له بشپړولو وروسته معتبر اسناد ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د دایکندي ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دایکندي ولایت ته د عصري ټکنالوجۍ او د کمپیوټر ښوونیز مرکز لپاره عصري تجهیزات برابر کړل چې له مخې به یې یاد ولایت کې د ټکنالوجۍ په برخه کې ظرفیتونه ډېر او ولس به یې له ګټو مستفید شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد یوشمیر سیمو کې ولایتي ریاستونو...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۳:۳۶
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د روشن مخابراتي شرکت اړوند انټرنېتي خدماتو د ظرفیت لوړول له 2G نه 3G او 4G ته د خدماتو پراختیا چې د دې ولایت په ټولو هغو ساحو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۵۹
Background image

د روشن مخابراتي شرکت (الفا پرایم) په نوم نوی محصول وړاندې کړ

په دغو مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال والي صاحب، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئيس، د مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته