د روشن مخابراتي شرکت (الفا پرایم) په نوم نوی محصول وړاندې کړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۵۹
ولایت ننگرهار

د روشن مخابراتي شرکت د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د (الفا پرایم) په نوم نوی محصول د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیست.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال والي صاحب، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئيس، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ختیځ زون اداري آمر، د روشن مخابراتي شرکت د ختيځ زون مسئول او له کابل څخه ورغلي پلاوي، يو شمير دولتي او غير دولتي ادارو مسئولينو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستيال والي د مخابراتي سکتور د اهميت په اړه يی خبرې وکړې او يادونه يی وکړه چې اوسنې عصر کې ټکنالوجي ډير پر مختګ کړی او دې برخی ته بايد خاصه توجه وشي .

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس په خپلو خبرو کې د روشن مخابراتي شرکت د دغه اقدام ستاينه وکړه او په نورو شرکتونو يی هم غږ وکړ چې ورته اقدام ترسره کړي ترڅنګ يی د ټي ډی اف لسمې پروژې سايټونو د چارو د پرمختګ، شرکتونو ترمنځ سالم رقابت او یو شمير نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل .

همداراز د غير قانوني سيمکارتونو کنټرول، د نوري فايبر FTTH او ټي ډی اف لسمې پروژو پر اهميت خبرې وشوې او ټولو مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې د مخابراتي خدمتونو کيفيت لوړ او د پوښښ ساحه پراخه کړي.

د یادونې وړ ده چې د روشن مخابراتي شرکت د ختيځ زون مسئول د الفا پرايم په اړه ګډونوالو ته تفصيلې معلومات وړاندې ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته