د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد یوشمیر سیمو کې ولایتي ریاستونو له لاری د نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو افتتاح مراسم ترسره کړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر صاحب الحاج مولوی نجیب الله حیات حقانی له لوری د هیواد غرب او جنوب غرب ولایتونو ته د سفر په ترڅ کی د نوموړو ولایتونو له یوشیمر مسئولینو سره د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو ناستې ترسره کړې دي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوری د هیواد په یوشمیر ولایتونوکی د مخابراتي کیفیت د معلومولو په موخه د ډرایف ټسټ عملیه تر سره شوی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند یو شمیر ولایتي ریاستونو د کمپیوټر له ښوونیز مرکزونو څخه د زدکوونکو د فراغت مراسم ترسره کړی دی، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د (الفا پرایم) په نوم د نوی محصول وړاندې کول او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ دغونډه ترسره کیدل شامل دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.