د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۴۶
مخابرات ولایت پنجشیر

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د دولتي ادارو د مسئولینو او د یاد ولایت د اوسیدونکو شکایتونه او وړاندیزونه مطرح شول او ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه باید خپل ټول فعالیتونه د قانون او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آټرا ادارې کړنلارې سره سم ترسره کړي، د خپلو پیرودونکو سره ښه او انساني چلند وکړي او په جدي توګه د ټاکل شوي نرخ څخه په لوړه بیه د سیم کارتونو پلور او د اجباري کریډټ زیاتوالي مخه ونیسي.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه، چې په هغو سیمو کې چې د مخابراتي شرکتونو خدمات کمزوري او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، د ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د علمي او عملي چارو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، محصلینو ته د ساینسي او...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټیتوت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د دولتي ادارو د مسئولینو او د یاد ولایت د اوسیدونکو شکایتونه...

بېرته خبرونه ته