د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره په ۱۴۰۰ مالي کال کې د درې قلم روغنیاتو د چمتو کولو او تدارک د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-01

بودجه: (عادی بودیجه)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د درې قلم روغنیاتو د چمتو کولو  د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو (چهارشنبې) د ۱۴۰۰/۱/۲۵ نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF  او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

ند توکي نوم

په افغانیو د آفر تضمین

تیل دیزل

۱۲۸٫۵۰۰

تیل پطرول

۹۶٫۰۰۰

تیل سوپر پطرول

۴۲٫۰۰۰

د درې واړو توکو د آفرونو تضمین

۲۶۶٫۵۰۰

 

د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د وری د میاشتې په ۲۵ نیټه (د چهارشنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ د باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

اسناد:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۴۰۰مالي کال لپاره د اړینو نفتي توکو د شرطنامې لینک

د روغنیاتو رسولو پروژې لپاره د داوطلبي د وخت غزول

به درنښت

معصومه خاوری

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان بریښنایي تصدیقونو د صادرولو د مرکز ډیزاین او جوړونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو په شرایطو وړ لیوالو کسانو ته بلنه ورکوي، چې د...

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۸:۱ کابل
Background image

د څیړنې او نوښت مرکز (د معلوماتي ټکنالوجۍ لومړی او دویم لاټ) رامینځته کولو لپاره د داوطلبي اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د څیړنې او نوښت مرکز (د معلوماتي ټکنالوجۍ لومړی او دویم لاټ) رامینځته کولو...

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۴:۱۷ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس د پېرودلو د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس...

Back to tenders