د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د CISCO نړیوالې کمپنۍ ترمنځ همکاري رامنځ ته کول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۲/۲۷ - ۵:۳
sdf

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم شهزاد اريوبی د خپلو ليدنو په لړ کې د مايکروسافټ نړيوال شرکت د نړیوالې سوداګرۍ د رئیس ښاغلی ماتیو ریسمت سره ولیدل چې په دغه ليدنه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قيومي، د افغانستان د سفارت مستشار مېرمن مدينه قاسمي او د سفارت یو بل استازی هم موجود وو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په دغه ليدنه کې د مايکروسافټ شرکت سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي لايسنس زمينه سازي، په ځانګړې توګه د حکومت لپاره د مايکروسافټ د پروګرامونو لکه ونډوز او آفس د ښه ګټې اخیستنې په موخه، د درسي موادو د اسانتياو رامنځته کولو له لارې د برېښنايي زده کړو په برخه کې همکاري، د ښوونځیو لپاره ګټور لوازم او مطالب، د دولتي کارمندانو ظرفيت لوړونه په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي ټیم روزنه چې زموږ په سالم مديریت سره موثر معلومات، ښه خدمتونه په کم لګښت وړاندې شي او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې او بحث وکړ.

 

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۵۹
Background image

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی رسماً به کارکنان این وزارت معرفی شد

به اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم ملا عبدالاحد فضلی والی پیشین ولایت فاریاب وزیر جدید ‌تعیین‌ شده‌ای وزارت مخابرات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

بازگشت به خبر