د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو
![تفاهمنامه همکاری مشترک](/sites/default/files/2021-04/tfahmnamh_hmkary_mshtrk_byn_ryast_mkhabrat_w_mwssh_thsylat_aly_wlayt_ghwr_bh_amda_rsyd3.jpg)
دغه هوکړه لیک د یوې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د لوړو زده کړو موسسې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیسانو او د غور ولایت د لوړو زده کړو موسسې استادانو په حضور لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک لاسلیک کول به د کمپیوټر ساینس زده کونکو ودې او ظرفیت لوړونې، د مدرن سیسټمونو رامینځته کولو او ډیزاین کولو برخه کې د ګډې همکاری او ډیجیټل مهارتونو پراختیا ته زمینه براره کړي.
لومړی، د غور ولایت د لوړو زده کړو انستیتوت د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس عبدالقدیر رسولي د ادارو ترمنځ د همکاریو څرنګوالي او د لا همغږۍ اهمیت په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په ټولو سکتورونو، په ځانګړي توګه د بشري سرچینو ظرفیت لوړولو او د زده کونکو له لارې د ډیجیټل جوړونې پروسې پلي کولو او د عصري سیسټمونو ډیزاین په برخو کې هیڅ ډول هڅه او همکاري ونه سپموي.
ورپسې د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس پرویز دانیار د ډیجیټل سازۍ او بریښنایي حکومتولۍ د ارزښت او په حکومتدارۍ کې د رو ڼتیا د رامنځته کولو او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو کې د ډیجیټلي حکومتوالی د رول په اړه خبرې وکړې.
هغه ژمنه وکړه چې د عملي کار په ډګر کې او کمپیوټر ساینس په برخو کې د زده کونکو د جلبولو لپاره هڅه او همکاري وکړي.