د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۸:۴۶
جلسه دسترسی به اطلاعات در وزارت

اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د پوهاوي سیمینار، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون لخوا د یاد کمیسیون کمیشنرې اغلي زهرا ‏موسوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بیلابیلو څانګو رییسانو او کارکوونکو په ګډون د وزارت کنفرانسونو په ‏تالار کې جوړ شو.‏

لومړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي میرویس نیکمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ‏اهمیت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت مشرتابه په پراخه همکارۍ ټینګار وکړ.‏

میرویس نیکمل رئیس پلان و پالیسی

 ښاغلي نیکمل وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت هوډ لري چې دغه پروګرام هم په تخنیکي او هم ډیجیټلي بڼه ‏پلي کړي او په وزارت کې د اړونده قانون تطبیق کولو ته ژمن دی‎.‎

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنرې محترمې زهرا موسوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د ‏کړنو او همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل چې حساب ورکونه، د فساد پر وړاندې مبارزه او په حکومتولی کې برخه اخیستنه د ‏کمیسیون د اهدافو څخه دي.‏

زهرا موسوی کمیشنر کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې د مخابراتو وزارت د رسنیو واحد د دفتر آمر ښاغلي غلام حسین الهام د کمیسیون د مسئولینو له حضور څخه قدرداني ‏وکړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او د سیمینار د ترسره کیدو د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.‏‎

همداراز، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق کمیسیون چارواکو د پریزنتیشن له لاری اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، په قانوني اساس ‏اطلاتو ته د لاسرسي حق د اهمیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق موخو، د کمیسیون دندو او مسؤلیتونو په اړه توضیحات ورکړل‎.‎

سیمینار د پوښتنو او ځوابونو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته