د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د پوهاوي سیمینار، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون لخوا د یاد کمیسیون کمیشنرې اغلي زهرا موسوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بیلابیلو څانګو رییسانو او کارکوونکو په ګډون د وزارت کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
لومړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي میرویس نیکمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د اهمیت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت مشرتابه په پراخه همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي نیکمل وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت هوډ لري چې دغه پروګرام هم په تخنیکي او هم ډیجیټلي بڼه پلي کړي او په وزارت کې د اړونده قانون تطبیق کولو ته ژمن دی.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنرې محترمې زهرا موسوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د کړنو او همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل چې حساب ورکونه، د فساد پر وړاندې مبارزه او په حکومتولی کې برخه اخیستنه د کمیسیون د اهدافو څخه دي.
ورپسې د مخابراتو وزارت د رسنیو واحد د دفتر آمر ښاغلي غلام حسین الهام د کمیسیون د مسئولینو له حضور څخه قدرداني وکړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او د سیمینار د ترسره کیدو د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.
همداراز، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق کمیسیون چارواکو د پریزنتیشن له لاری اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، په قانوني اساس اطلاتو ته د لاسرسي حق د اهمیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق موخو، د کمیسیون دندو او مسؤلیتونو په اړه توضیحات ورکړل.
سیمینار د پوښتنو او ځوابونو سره پای ته ورسید.