په مخابراتو وزارت کې، د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مالي او اداري مرستیال عبدالهادي هدایتي، نن یکشنبه د لیندۍ میاشتې ۱۷ نېټه د معلولو کارکوونکو په ګډون له معلولینو نړیواله ورځ ولمانځله.
ښاغلي هدایتي، په مخابراتو وزارت کې د معلولو کارکوونکو له کړنو څخه د ستاینې تر څنګ وویل: «معلولیت ناتواني نه ده، هغه چارې چې یو سالم انسان یې تر سره کوي، یو معلول یې هم تر سره کولای شي.»
د مخابراتو مالي او اداري مرستیال وایې، بدبختانه افغانستان د اوږمهاله جګړو له امله زیات شمېر معلولین لري او یا هم معلول دنیا ته راغلي، چې د بشري احساس له مخې باید دوی ته په کمه سترګه ونه کتل شي.
د ښاغلي هدایتي په وینا، په نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه معلول وګړي ژوند کوي، چې له همدې امله ملګرو ملتونو سازمان د ډسمبر میاشتې درېیمه نېټه په همدې نامه لمانځي، خو بدبختانه چې په وزارت کې د کاري بوختیاوو د زیاتوالې له امله دا لمانځغونډه وځنډېده.
د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: مونږ به په مخابراتو وزارت کې د معلولینو ورځې د لمانځنې تر څنګ، د معلولو همکارانو ستونزو ته په پوره ډول رسېدنه کړو.
په دغه مراسمو کې، چې د وزارت ۱۳ معلولو کارکونکو په ګډون جوړ شوي ول، د نورو معلولینو په استازیتوب د څار ادارې کارکوونکې عبدالبصیر د وزارت له هڅو د ستاینې تر څنګ وویل، «مونږ د مخابراتو وزارت مسوولینو زیاتې همکارۍ ته اړتیا لرو.»