د وزارت د پراختيايي پروژو او بودجې په اړه بحث وشو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د وزارت رهبري پلاوي په ګډون، د انکشافي بودجې د لګښت په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پېل کې د بېلابېلو برخو مسؤولينو د اړندو پراختيايي پروژو د پرمختګونو او چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته محترم آريوبي د مالي کال ختمېدو ته په پام سره د پروژو د پرمختګونو او تکميل په اړه اړوندو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.