د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سایبري جرمونو څیړنیز لابرتوار جوړولو د پروژې هوکړه لیک لاسلیک کړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په لړۍ کې د سایبري جرمونو څېړنیز لابراتوار د جوړولو هوکړه لیک د I Net Links له هندي شرکت سره لاسلیک کړ. د دې لابراتوار د جوړیدو هوکړه لیک د 139256 امریکایي ډالرو په ارزښت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د بریښنايي حکومتولۍ د سرچینو مرکز (EGRC-II) په مالي مرسته له یاد شرکت سره د ۱۳۹۵ کال د زمري میاشتې په (۲۰) شلمه نیټه لاسلیک شو. د بریښنايي حکومتولۍ د سرچینو مرکز (EGRC-II) د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالي پراختیا اداري (USAID) له لورې تمویلیږي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د بريښنايي حکومتولۍ ریاست په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوي.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د معلوماتي سیسټمونو او اطلاعاتو د خوندیتابه ریاست (ISSD) په چوکاټ کې پلي کیږي چې موخه یې د دغه ریاست د کارونو لاښه والی او تنظیم دی.

د سایبري جرمونو څړنیزلابراتوار (Forensic lab) له جوړولو وروسته به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او په ځانګړي توګه د معلوماتي سیسټمونو او اطلاعاتو د خوندیتابه ریاست (ISSD) په دې وتوانیږي چې د هیواد په کچه د سایبري جرمونو څیړنه او د سایبر متهمینو د تشخیص او پيژندنې په برخه کې کامیاب فعالیتونه ترسره کړي او په هیواد کې د سایبري جرمونو ګراف راښکته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته