لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند برګ سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ نصب اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې د ۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شول.
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د یاد ولایت ټولې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
