پکتیا ولایت کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي آنټنونه فعال شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۹
ریاست مخابرات پکتیا

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او روحاني بابا ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او هېوادوالو ته د باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي ټاورونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي آنټنونه د روحاني بابا ولسوالۍ د چینو کلي او د ګردېز ښار د پوهنتون مېنې په سیمو کې جوړ شوي، چې له فعالېدو سره به یې په یادو سیمو کې مخابراتي پوښښ پراخ او مخابراتي خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی آسانه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي شبکو پوښښ پراخ، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت لوړ او هېوادوالو ته د معیاري، باکیفیته او دوامدارو خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

پکتیا ولایت کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي آنټنونه فعال شول

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او روحاني بابا ولسوالۍ کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۵
Background image

د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې مخابراتي آنټن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت د فرضي کرښې په امتداد د شملزو ولسوالۍ قلعه رشید سیمه چې تر دې وړاندې یې خدمات ضعیت او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

د هرات پاشدان بند کې مخابراتي سایټ فعال شو

د یاد سایټ له فعالېدو سره به د هرات–کرخ لویې لارې مسافرو او د پاشدان بند سیلانیانو ته د مخابراتي خدمتونو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته