پنجشیر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا و برابرولو په موخه پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ د یاد ولایت پریان ولسوالۍ آریب سیمه کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس ښاغلي عبدالحمید نوري و ویل چې د دغه سایټ په فعالېدو سره، د یادې او نیږدې سیمو اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مکالماتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.
