نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې ۲ سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د سلام شبکې ۲ سایټونه د یاد ولایت مرکز او کانتیوا ولسوالۍ کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه مخابراتي سایټونه چې د ۲جي او ۳جي خدمتونه وړاندې کوي، د نورستان ولایت د پارون ښار او د کانتیوا ولسوالۍ په پیچیګرم سیمه کې جوړ شوي دي. د دغو سایټونو په فعالېدو سره، د یادو سیمو اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ستونزې به یې په دې برخه کې حل شي.
