پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵
ولایت پروان افغانستان

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت مرکز چاریکارو ښار کې د مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلي کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو د حل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته