د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراتیف هېواد پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ.

په دغه پلاوي کې د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رئیس ښاغلی استاد عبدالرحمن صافي هم شامل دی.

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي.

په دغه نړیوال فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پراختیا، ډیجیټل حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په یاد فورم کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور اړوند د هېواد تجربې، لاسته راوړنې او د ډیجیټلي تحول په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

دغه راز، د فورم په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوندو بنسټونو سره د دوه‌اړخیزو ناستو او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دویم نړیوال ډیجیټلي فورم د روسیې په مسکو ښار کې جوړېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو د ګډون په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د نګین رسان چټک پوستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکړل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په مشرۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۶
Background image

د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د سیغان ولسوالۍ سربیره د شیبر ولسوالۍ دهن باغک او ایمنداب سیمې او شکاري دَرې لویې لارې په مسیر کې د سیمې اوسېدونکو او مسافرو لپاره به هم د مخابراتي اړیکو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته