لوګر ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونه له ۳جي څخه ۴جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د روشن مخابراتي شرکت د ۳جي او ۴جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.
د یادونې وړ ده چې د لوگر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.