د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي حکومتولۍ لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون په لړ کې د “علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو ”تر عنوان لاندې ځانګړې غونډه جوړوي.
د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، د علمي لاسته راوړنو شریکول، او د نوښتګرو څېړنو معرفي کول دي. له همدې امله د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، د ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو، او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې څېړنیزو مقالو لرونکو متخصصینو ته بلنه ورکوي تر څو خپلې څېړنې د نندارتون سره په خوا کې ځانګړې علمي غوندې ته د وړاندې کولو په موخه ثبت کړي.
د ګډون شرایط:
- ګډون د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، د ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې متخصصینو لپاره پرانیستی دی.
- څېړنه باید اصلي، علمي او د معلوماتي ټکنالوژۍ یا ډیجیټلي حکومتولۍ له اړوندو موضوعاتو سره تړاو ولري.
- څېړنه باید مخکې د ګډونوال له لوري ترسره شوې وي او د وړاندې کولو لپاره چمتو وي.
- د څېړنې لنډیز (Abstract) او بشپړه مقاله (که موجوده وي) باید د غوښتنلیک سره ضمیمه شي.
- د پریزنټېشن موده به له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې وي.
- یوازې هغه څېړنې چې د علمي کمېټې له ارزونې وروسته ومنل شي، د نندارتون د پریزنټېشنونو په پروګرام کې به شاملې شي.
وړاندیز شوې څېړنیزې موضوعات
- ډیجیټلي حکومتولي (Digital Governance) او برېښنایي حکومتولي (e-Government)
- معلوماتي سیستمونه
- ډیجیټلي اقتصاد
- سایبري امنیت
- مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)
- انټرنېټ د شیانو (IoT)
- بلاکچېن (Blockchain)
- کلاوډ کمپیوټنګ (Cloud Computing)
- نوښت، سټارټاپونه او ډیجیټلي سوداګرپنځونه
- نورې اړوندې علمي او څېړنیزې موضوعا
اړین اسناد
- د ګډون غوښتنلیک فورمه
- د څېړنې لنډیز (Abstract)
- بشپړه مقاله (که موجوده وي)
- تازه سوانح (CV)
- پریزنتیشن(Presentation)
- د پوهنتون یا ادارې د غړیتوب سند (د موجودیت په صورت کې)
د غوښتنلیک سپارلو موده
د غوښتنلیکونو د سپارلو بهیر د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه پیلېږي او د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې تر اولې نېټې، پنجشنبې ورځې تر اخره پورې دوام لري. له ټاکلې نېټې وروسته رالېږل شوي غوښتنلیکونه به ونه منل شي.
د نوم لیکنې لینک
له ټولو شرایطو برابرو څېړونکو څخه هیله کېږي چې د نوم لیکنې او د اړینو اسنادو د سپارلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړي:
https://forms.gle/BSkcC9kN9kcrKPP1A
یادونه:
- یوازې هغه څېړنې چې د علمي ارزونې کمېټې له لوري ومنل شي، د نندارتون په علمي پروګرام کې به وړاندې کېږي.
- د منل شویو څېړنو د وړاندې کولو دقیق مهالویش به وروسته له ګډونوالو سره شریک شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د ډیجیټلي حکومتولۍ لوی ریاست
