د Netzoon Telecom او Giganor ISP شرکتونه د افغانستان د انټرنټ تبادلې مرکز (NIXA) سره یوځای شول

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۲۷ - ۱۴:۴۶
شرکت های Giganor ISP و Netzoon Telecom به مرکز تبادله انترنت افغانستان (NIXA) پیوست

سه شنبه د لیندۍ ۲۷ مه ۱۳۹۷، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو د امنیت ریاست سرپرست محترم محمد زاهد ستانکزی د وزارت د ناستو په تالار کې ددغه دوه شرکتونو د یوځای کیدو له پاره ددغه شرکتونو مالکانو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
اوسمهال له
۶۰ شرکتونو چې په هیواد کې انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي، ۱۲ یی له NIXA سره یوځای شوي دي او د پاتې شرکتونو د یوځای کیدو لړی روانه ده. ددغه لړی سرته رسیدو سره به انټرنټې خدمتونه لوړ کیفیت ولري، اغیزمن به تمام شي، او د انټرنټ بیه کې به د پام وړ کمښت را منځ ته شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت همیشه کوښښ کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ خدمتونه په لوړ کیفیت په متوازن ډول او ارزانه بیه هیوادوالو ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

بلخ کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعاله شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تل هڅه کوي، چې د مخابراتې زیربناوو د پراختیا له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

بلخ ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نوي سایټ د جوړیدو چارې وڅارل شوې

د څارنې موخه د رغنیزو چارو د کیفیت ډاډمنول او د پروژې د چارو د سم پلي کېدو ارزونه وه چې د یاد سایټ په بشپړېدو او فعالېدو سره...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او...

بېرته خبرونه ته