د هېواد په پوهنتونو کې د آنلاین درسونو نوې لړۍ پيل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو وزارتونو لخوا د څېړنیزې او تحصیلي شبکې مرکز نن د چنګاښ په څلورمه نېټه د دواړو وزارتونو د لوړپوړو چارواکو لخوا پرانستل شو او ترڅنګ یې د هېواد په پوهنتونو کې د آنلاین درسونو لړۍ پیل شوه.

  ددغه غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د دغه پروژې پر پرانستلو د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل: څرنګه چې هیوادوالو ته جوته ده د معلوماتي ټولنې اساسي بنسټ د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول شمیرل کیږي،  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت، معلوماتي ټولنې ته د رسیدو په موخه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ رول په لوړو زدکړو کې د لازیاتو او غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره ددغه کار د پرانستلو هرکلی کوي، هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده معلوماتي ټکنالوژي چې د افغاني ټولنې یو نه بېلېدونکی جز تشکیلوي خپل فعالیتونه به د تېر په څېر لاګړندي کړي، ښاغلي سنګین همدارنګه د خپلو خبرو به ترڅ کې وویل چې د نوري فایبر له لارې به د کابل، طبي، د تعلیم او تربیې، بلخ او کندهار پوهنتونو ترڅنګ چې دغو خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستي؛ په راتلونکي کې به پاتې ټول دولتي، نیمه عالي او خصوصي پوهنتونو ته دغه خدمات په ښه شکل سره ورسېږي.

  په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر ډاکټر عبیدالله عبید خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې د یادې شبکې په جوړولو او نسبولو کې یې د لوړو زده کړو وزارت سره مرسته او همکاري کړې؛ هغه څرګنده کړه چې ددې خدمتونو په وړاندې کولو سره به یاد پنځه پوهنتونونه د خپل منځي اړیکو له لارې خپلې ستونزې په نوې بڼه اوارې کړي، ښاغلي عبید هیله وښوده چې پاتې نور ټول دولتي او غیر دولتي پوهنتونونه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مرسته ددغه خدمتونو په عرضه کولو سره په نوې ټکنالوژۍ سمبال شي.

 تېرکال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د لوړو زده کړو وزارتونو لخوا یو تفاهملیک لاسلیک شوی وو چې له مخې به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانستان ټول پوهنتونونه د نوري فایبر له لارې ونښلوي او د انټرنټ آسانتیاوې به ورته برابره کړي.

د یادولو وړ ده چې د پرانیستې په ترڅ کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزیر امیرزي سنګین لخوا څلويښت پايې ډسکټاپ کمپیوټر له ځانګړوڅوکیو سره د کابل پوهنتون د انجنیرۍ څانګې ته ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته