د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۱:۵۳
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

په دې غونډې کې د (ټی ډي اف) لسمی پروژی د چارو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وشوې او ټولو مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چی (د ټی ډي اف) لسمی پروژی چاری باید د ورکړل شوي ډیزاین او میکانیزم مطابق ترسره کړي  او همدرانګه ټیګار وشو چې په ولسوالیو کې د مخابراتی سایتونو ودانیزې چارې، نصب، انتقال او حذفول باید د مخابراتو ریاست او اترا  اداری سره په همغږۍ ترسره کړي.

همداراز ټینګار وشو چې د سیمکارتونو ثبت او وېش د نوې کړنلارې مطابق ترسره شي او په دې ولایت کې په مخابراتي خدمتونو کې شته ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د پورته ذکرشویو مواردو په برخه کې د اترا ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق او همغږۍ ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته