د مخابراتي سکټور د ارزونې په موخه د هېواد جنوب او جنوب غرب ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه سفر

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۲۲:۴۴
mc

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي سکټور د ارزونې په موخه ارزګان، فراه، نیمروز، هلمند، زابل او غزني ولایتونو ته سفر درلود او هلته یې له مخابراتي چوپړتیاو له نیږدې ارزونه ترسره کړې.

ښاغلي وزیر صاحب د دې سفر په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ولایتي رئیس صاحبانو او د وزارت د اټرا ادارې یو شمېر رئیس صاحبانو یې هم ملتیا کوله د یادو ولایتونو له والي صاحبانو، دمرافعه محکمو رئیسانو، علماو شورا رئیسانو او ځايي خلکو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړی او بېلابېلو برخو ته یې د ستونزو د هواري په موخه لازم هدایات او سپارښتنې هم کړي .

په دغو لیدنو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني هېواد کې د اسلامي امارت د بیا ځلي واکمنیدو او فتحې را په دېخوا د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګونو، ترکارلاندې او راتلونکو پلانونو، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د پرځای لګونې، د مخابراتو پراختیا د لسمې پروژې د ښه تطبیق او په وروستیو دریو کلونو کې په هېواد کې د نویو مخابراتي سایټونو د نصب او فعالولو په اړه هر اړخیز معلومات هم شریک کړي.

ښاغلي وزیر صاحب د هېواد جنوب او جنوب غرب ولایتونو ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت امارتي چارواکو او سیمه ییزو خلکو سره د خبرو په ترڅ کې نوري فایبر سره د ښارونو د نښلونې، د غږیزو او انټرنټي بیو د کمولو، په ټول هیواد کې د انټرنټ د دریم او څلورم نسل د پلي کولو، لرو پرتو سیمو، په خاص ډول کلیو، بانډو او محرومو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا، د خدمتونو د غځولو او مخابراتي سکټور اړوند موضوعاتو خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شته ظرفیت او امکاناتو له مخې په هېواد کې د آسانتیاو د رامنځته کېدو په موخه چټک ګامونه اخلي او وخت په وخت د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په برخه کې سهولتونه ایجادېږي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د یادو ولایتونو له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره د کتنو پر مهال د مخابراتي سکټور اړوند ستونزې اورېدلي او د هغوی له لوري په ګوته شویو سیمو کې یې د ستونزو د حل په موخه اړونده برخو ته لازمې سپارښتنې کړي چې له مخې به یې د هېواد جنوب غرب ولایتونو کې ګڼ شمېر نوي مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي  او د یادو سیمو د مېشتو اوسېدونکو شته مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.

دغو لیدنو کې د فراه، ارزګان، نیمروز، هلمند، زابل او غزني ولایتونو والي صاحبانو او او ګڼو امارتي مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر سفر ګټور وباله او مننه یې وکړه چې د مخابراتي سکټور د ارزونې په موخه د دغه سکټور مشرتابه خپله یادو ولایتونو ته سفر کړی او له نیږدې یې د سیمې له مسؤولینو او ځايي اوسېدونکو سره په اړونده برخو خبرې کړي، د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي او د حل په موخه یې د ډاډ تر څنګ لازمې سپارښتنې کړي، په دغو لیدنو کې د هېواد د جنوب او جنوب غرب حوزې مسؤلینو خوښي څرګنده کړې چې بعدالفتح هېواد او په خاص ډول جنوب او جنوب غرب حوزه چې د مخابراتي ستونزو سره مخ وه او په ډېر کم شمېر سیمو کې یې انټرنټي او مکالماتي خدمات وړاندې کېدل ځانګړې پاملرنه شوې او اوس مهال تر ډېره بریده ستونزه حل شوې، ښاغلي وزیر صاحب د سفر په لړ کې د یاد زون د امارتي مسؤولینو سره د لیدنو پر مهال د دوی شته ستونزې هم واورېدې، د مسؤلینو له لوري غوښتنه وشوه چې یو شمېر سیمو ته لا هم مخابراتي آسانتیاوې نه دي رسېدلي ، د ګاونډیو هېوادونو د فریکونسیو د مداخلې مخنیوی دې وشي، ځینو برخو کې د کیفیت لوړوالي لپاره هڅه وشي، دولتي ادارې دې له نوري فایبر کېبل سره وصل شي ، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مسؤولینو د غوښتنو او ستونزو د حل په موخه د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او اړوندو څانګو او مخابراتي شرکتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د مخابراتو وزارت د ولایتي ریاستونو او اټرا ادارې د استازولیو له لارې دې د مخابراتي سکټور په برخه کې شته ستونزو ته عاجله رسیدګي وشي، ترڅو د هېواد په ګوټ، ګوټ کې هېوادوال باکیفیته مخابراتي او انټرنتي خدمتونه ته لاسرسی ومومي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د خپل ولایتي سفرونو په دوام چې د هېواد جنوب او جنوب غرب حوزې ته یې ترسره کړی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرو ۳ کلونو د لاسته راړونو او مخابراتي سکټور د ارزونې په موخه ترسره شوی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی له فتحې وروسته هېواد کې ګڼې هغه مخابراتي ستونزې چې ولس وسره لاس او ګرېوان و حل کړي، چې ښه بېلګه یې هېواد کې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو رسول، د غیرقانوني سیمکارټونو مخه ډب کول او په قانوني ډول د سیمکارټونو وېش، د مخابراتي شبکو د کیفیت ښه والي او د څلورم نسل انټرنټي خدمتونو د تطبیق په موخه د فریکونسۍ مزایده او هېواد کې د نوري فایبر لپاره د نوې معیاري پالیسۍ په اساس د کېبل غځونه ده چې نړیوال نورمونه پکې په پام کې نیول شوي، او له مخې یې اوس د هېواد ګڼو برخو کې د نوري فایبر د کیبل غځونې پروسه دوام لري.

د یادونې وړ ده د هېواد جنوب او جنوب غرب حوزه له فتحې مخکې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او ډېری سیمو کې یې مخابراتي چوپړ نه وړاندې کېده د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی یوازې ارزګان، فراه، نیمروز، هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې له ۴۳۲ ډېر مخابراتي سایټونه نوي نصب او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري او د یادو ولایتونو هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو څخه بې برخې دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ‍۱۲۴ نور مخابراتي سایټونه منظور شوي چې اوس مهال یې تر ډېره بریده رغنیزې چارې سر ته رسېدلي او لنډ وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۵
Background image

کنړ ولایت کې د یوشمیر مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

کنړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په مرکز اسد آباد ښار کې...

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۵۸
Background image

هلمند ولایت کې د جام په نوم د یوه پوستي خصوصي شرکت د خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې...

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

د سمنګان ولایت په مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو یوه نوې څانګه پرانیستل شوه

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه...

بېرته خبرونه ته