د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د پلان جوړونې اجرااتو د ارزونې نوی میتود د پوهاوي او زده کړې ورکشاپ په لار واچول شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۷:۰
کارشیوه‌ی جدید ارزیابی اجراآت

دا د پلان جوړونې د اجرااتو د ارزونې نوی میتود د پوهاوي زده کړې پروګرام د دې وزارت د یو شمېر رئیسانو په ګډون، د بشري سرچینو ریاست د وړتیاوو د لوړولو امریت لخوا د دې وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شو.

د پلان جوړونې نوی فارمټ، د اجرااتو د ارزیابۍ میتود او د راپور ورکونې، ګټې، د قانون بنسټ، اصول او د اجرااتو د ارزیابۍ شرایط له ډلو څخه وو، چې په دې ورکشاپ کې وړ معلومات او لارښونې پکې وړاندې شوې.

د ناستې په پیل کې د مخابراتو وزارت مالي او اداري لوی رئیس جاوید حسین فضایلي د اجرااتو د ارزیابۍ په اړه خبرې وکړې، او یادونه یې وکړه چې د چارو د پرمختګ او کارمندانو ته انګیزه ورکول د اجرااتو د ارزونې مهمه موخه ده.

کارشیوه‌ی جدید ارزیابی اجراآت

د یادونې وړ ده چې د زده کړې دا پروګرام د پلان جوړونې، رايور ورکوونې او د اجرااتو د ارزونې میتود په اړه د وزارت د رییسانو د پوهاوي د کچې د لوړولو په منظور په لاره اچول شوی و او د وزارت ټولو رییسانو د دغه پروګرام څخه ګټه تر لاسه کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته